سعودي د ایران په اړه د امریکې پریکړې ته هرکلی ووایه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): د سعودي بهرنیو چارو وزارت د امریکې هغه پریکړه ستایلې چې له مخې یې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک «تروریسټي ډله» بللې او ایران یې د تروریستي ډلو ملاتړی هیواد بللی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هیواد د امریکې پرېکړه د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یو مهم قدم بولي، چې په حقیقت کې د سعودي هغه غوښتنه پوره کوي کومه چې يې په دوامداره توګه د ایران په ملاتړ د تروریزم د مخنیوې په موخه د نړیوالې ټولنې څخه کړې.

خبرپاڼې همداراز ویلي چې نړیواله ټولنه باید د سپاه پاسداران پر ضد تر دې هم کلک موقف ونیسي ځکه چې دغه ډله نړیوال امن او سولې ته لوی خطر دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ امریکا د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یوه تروریستي ډله وبلله، او ولسمشر ټرمپ د ایران دغه پوځ د ترویزم په ملاتړ او تمویل تورن کړ.

باید وویل شي چې په کال ۲۰۰۷ کې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «فیلق القدس» په نامه ایرانی ځواک چې د سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو برخه ده، د تروریزم په تور لست کې شامل کړی وو .

د امریکا تر اعلان وروسته ایران حکومت امریکا د تروریزم ملاتړی هیواد او امریکايي ځواکونه تروریستي ګروپونه اعلان کړل.

ایران د امریکا وروستی اقدام «غیرقانوني او بې عقله» کار ګڼلی دی.

د یادونې وړ ده چې د سپاه پاسداران انقلابي ځواک د ایران ځواکونو څخه دی چې په ۱۹۷۹ کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته د خمیني په امر جوړ شو. د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک تقریباً ۱۲۵،۰۰۰ پوځ لري او په هوایي، بحري، ځمکني او د قدس ځواکونو تقسیمېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د