نن شپه د چمپینز لیګ دوه کواټر فاینلې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال (UCL) کې نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجې دوه بېلا بېلې کوارټر پایلوبې (څلورمه برخه) سیالۍ ترسره کیږي.

په دغه لیګ کې اته لوبډلو کواټر پایلوبو ته لار موندلې ده چې نن شپه به د لومړي لیګ په لومړۍ سیالۍ کې د انګلستان کلب لوبډله «لیورپول» چې محمد صلاح یې مهم لوبغاړی دی د پرتګال کلب لوبډلې «پورټو» پر وړاندې ترسره شي، چې په دویمه سیالۍ کې به د انګلستان کلب لوبډله مانچسټر سیټي د انګلستان کلب لوبډلې «ټوټنهام هاټسپر» پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

ددې پرته په دوه نورو کواټر پایلوبو سیالیو کې چې سبا د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي، د اسپانوي کلب لوبډله «برسلونا» چې لیونل میسي یې مهم لوبغاړی دی د انګلستاني کلب «مانچسټر یونیټډ» چې پال پګبا یې مهم لوبغاړی دی ترمنځ ترسره شي، چې په دویمه سیالۍ کې به د هالینډ کلب لوبډله «ایاکس» چې مهم لوبغاړی ډی یونګ دی، د اټالوي کلب لوبډلې «یوونتوس» پر وړاندې چې کریسټیانو رونالډو یې مهم لوبغاړی دی مخامخ شي.

د اروپا اتلانو لیګ په شپاړس پړاو کې لیور پول لوبډلې بایرن میونیخ، پورټو لوبډلې روما، مانچسټر سیټي لوبډلې شالکا، ټوټنهام لوبډلې ډورټمونډ، برسلونا لوبډلې لیوان، ایاکس لوبډلې ریال مدرید او یوونتوس لوبډلې اتلاتیکو مدرید له سیالیو بهر کړل او په خپله یې کواټر پایلوبو ته لار وموندله.

د یادونې ده چې د اروپا اتلانو لیګ سیالیو تېره اتلوله لوبډله «ریال مدرید» د مشر روزونکي زین الدین زیدان او مهم لوبغاړي «کریسټیانو رونالډو» له پریښودو وروسته له دغو سیالیو په شپاړس پړاو کې بهر شوه، همدا لامل و چې دغې لوبډلې یو وار بیا زین الدین زیدان خپل روزونکی وټاکه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د