عزیز الله فضلي له پخواني لوبډلمشر اصغر افغان سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي د ملي لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر اصغر افغان سره لیدلي دي.

د افغان کرېکټ بورډ لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د کرېکټ بورډ مشر پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان دعوت کړی و تر څو رامنځته شوې غلط فهمیانې له منځه یوسي.

ددغې ناستې په جریان کې ښاغلي فضلي او پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

تېره اوونۍ د افغان کرېکټ بورډ او غوراوي کمېټې لخوا اصغر افغان له هر ډوله لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې بېلا بېل لوبډلمشران وټاکل شول.

دغې پریکړې په اړه په خواله رسنیو څه چې آن د کرېکټ دوه مهم لوبغاړو محمد نبي او راشد خان هم توند غبرګون وښود او په پریکړه یې ناخوښي څرګنده کړه.

د راپورونو له مخې چې اصغر افغان هم پر دغه پریکړه ناخوښ و او له همدې کبله له لوبډلې سره یوځای سویلي افریقا هېواد ته د تمریناتو لپاره نه و تللی.

خو وړمه ورځ ښاغلي فضلي طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې اصغر افغان د تداوۍ لپاره عربي اماراتو ته تللی او ډیر ژر به سویلي افریقا کې له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

د کرېکټ بورډ مشر او اصغر افغان په دغه ناسته کې فضلي وویل چې زمونږ د ټولو موخه به د افغانستان کرېکټ پرمختګ کول وي، او تل به د هېواد د سر لوړۍ او د لوبډلې د بریا لپاره هڅې کوي.

د یادونې ده چې افغان کرېکټ بورډ د سویلي افریقا هېواد ته ۲۳ کسیزه لوبډله استولې ده چې په کې اصغر افغان هم شامل دی، له تمریناتو ترسره کولو نه وروسته به د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د