افغانستان

بادغیس؛ درنه جګړه کې ۱۳ عسکر د طالبانو ګوتو ته ژوندي ورغلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو بادغیس ولایت کې د جګړې په اوږدو کې د سنګ اتش ولسوالۍ مربوطاتو کې برید کړی او د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ۱۳ عسکر ژوندي نیولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د هغو ټانګونو او نیول شویو عسکرو تصویرونه خپاره کړي چې دوی ته په جګړه کې په ګوتو ورغلي.

د سرچینې په وینا د سنګ اتش په چشمه دوزک سیمه کې يې د لوا قومندان او ۱۵ عسکر وژلي، ۱۲ نور ټپیان او ۱۶ يې ژوندي نیولي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي، درې ټانګونه يې تخریب کړي او درې سلامت لاس ته ورغلي دي.

د بادغیس چارواکو په سنګ اتش کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویلي يې دي چې اب‌کمره او بالامرغاب کې يې طالبان شاته تمبولي.

طالبانو ویلي و، بالامرغاب ولسوالۍ يې د مهماتو له لېږد وروسته خوشي کړې او د ولسوالۍ په یو کیلومتري کې لا هم خپل مېشت ځایونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x