افغانستان

له سولې پروسې د اروپايي ټولنې تضمین؛ طالبان او حکومت پرې یوه خوله دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): په مسکو کې له بین الافغاني ناستې وروسته طالب سرچینو له رسنیو سره د سولې پروسې د تضمین په برخه کې د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو تر څنګ د اروپايي ټولنې تضمین هم یاد کړی و.

تېره ورځ په لوګزامبورک کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د سولې له هڅو د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کړ، چې وروسته يې حکومت هم هرکلی کړی دی.

دې پرېکړه لیک سوله د «تروریزم» د ورکېدو، اساسي قانون او روان دولت د تداوم او بشري حقونو د خوندیتوب په مانا یاده شوې ده.

په ارګ کې د حکومت ویاند هارون چخانسوري وايي، د اروپايي ټولنې تضمین به دې پروسې ته ګټور وي.

هغه له رسنیو سره خبرو کې ویلي، اروپايي ټولنې وړاندې هم دا ډول تضمینونه کړي او په دې برخه کې تجربه لري، د افغانستان لپاره په سوله کې به يې هم رول اغېزناک وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې فیدریکا موګرینې، کابل کې د سفر پر وخت هم د تضمین یادونه کړې وه او تېره ورځ يې هم غونډه کې وویل: «موږ یقیناً کولی شو، د دې بهیر په تضمین کې رول ولوبو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ په خیر.
اروپایی ټولنه چه د سوله تضمین وکړی،نو ډبل کمکونه به وکړی.دولت او طالیبان د ورته شریک شی.میلیاردونو ایرو به جیبونه ته کړی.
موږ عام ولس ته خاوری په کی راواچوی.موږ تر تیر،فقط ژوندی مو پریږدی.ایرو،ایرو ایرو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x