
امریکا د بګرام برید د «غندنې» تر څنګ پر سوله ټینګار کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ مازیګر مهال د بګرام هوايي اډې په درېیمه دروازه کې د امریکايي ځواکونو قطار د موټر بم برید ښکار شو، چې مسؤلیت يې طالبانو پر غاړه واخیست.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې د «غندنې» تر څنګ ویلي، دا ډول بریدونه به يې د «سولې» له هڅو را ونه ګرځوي.
د مایک پمپیو له سکرتریته پر ټویټر خپاره شوي بیان کې د وژل شويو امریکایانو له کورنیو سره خواخوږي ښوودل شوې او زیاته يې کړې ده «دوی ځان خطر ته ورکړی، چې موږ په امن کې واوسو.»
My heartfelt prayers to the families of the Americans killed near Bagram. I condemn this disgusting terrorist act. U.S. service members have sacrificed their lives in Afghanistan to keep us safe and no cowardly act of terror will impede our efforts to achieve peace.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) April 9, 2019
طالبانو ویلي دا سرتېری برید د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي نصیب الله الیاس وکړ، چې پکې شپږ امریکایان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
دلته مېشتو بهرنیانو د څلورو امریکایانو د وژل کېدو او دریو نورو ټپی کېدو پخلی کړی دی، خو بشپړ هویت يې لا هم نه دی په ډاګه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ډول بریدونه «د سولې د هڅو په لار کې نهشي خنډ کېدلی.»
طالبانو امریکایانو ته ور یاده کړې چې که له ملکي تلفاتو او د مقدساتو له توهینه لاس وانهخلي ورته بریدونو به يې په برخه وي.
هههههه هو له تېښتې به یې راونه ګرځوي