نړۍ

د امریکا کانګریس یو ځل بیا د زلمي خلیلزاد د وربللو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): زلمی خلیلزاد له خپل یو بل سفره تازه امریکا ته رسېدلی، خو د امریکا کانګریس د ور بللو غوښتنه کړې ده.

د امریکا کانګریس د بهرنیو چارو کمېټې د دویم ځل لپاره د زلمي خلیلزاد د ور بللو غوښتنه کړې، خو په وینا يې مایک پمپیو پکې دلچسپي نه لري.

دې کمېټې په خپاره کړي لیک کې لیکلي، دوه میاشتې وړاندې يې هم غوښتل چې زلمی خلیلزاد ورشي او د خپلو هڅو په تړاو معلومات ورسره شریک کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت يې غوښتنه منلې نه ده.

د کانګریس کمېټې د بهرنیو چارو وزارت پر ناسم سیاست تورن کړی او په وینا يې دې وزارت کې د بهرني روڼ سیاست د نشتوالي له امله د دې کمېټې د څار چاري هم له خنډ سره مخ شوې دي.

لیک کې راغلي: «په مارچ میاشت کې چې مایک پمپیو دې کمېټې ته راغی، نو موږ په افغانستان کې د امریکا د بهرني سیاست د تشریح په تړاو د زلمي خلیلزاد د را بللو غوښتنه وکړه، خو په بهرني سیاست کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاست د روڼوالي نشتون، د منلو نه دی؛ دا کارونه زموږ د کمېټې څار له خنډ سره مخ کوي.»

زلمی خلیلزاد وړمه ورځ «یکشنبه» امریکا متحده ایالاتو ته ورسید، هغه کابل کې د نورو سفرونو په پرتله ډېر تم شو، چې تر څو يې اشرف غني د یو پلاوي جوړېدو او قطر غونډه کې ګډون ته قانع کړ.

خلیلزاد له رسنیو سره مرکو کې وویل، قطر کې له بین الافغاني ناستې وروسته به امریکا او طالبان یو ځل بیا ناسته ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x