د هلمند تازه غميزې ته!

فضل باري مشفق

د هلمند ځمکه لړزيږي
هلته جوړه زلزله ده
هلته پت د پښتون لوټ شو
په لاسو د يرغلګرو
هلته زما په ملالۍ خور
چې لاس پورته يرغلګر کړ
ته اسمانه ورته ګورې؟
او ولاړ يې نه نړېږې؟

هلته سره په وينو خلک
شهيدان دي او ټپيان دي
هلته کور ويجاړ ديوال ړنګ
هلته لوټې شتمنۍ دي
هلته کريغې دي ژړا ده
دعا ګانې دي ښيرا ده
او خبره د ناموس ده
او خبره د حيا ده

کليوال دي راوتلي
د ناموس غم کې ځوريږي
ورځ يې لمر ته کړله تيره
او سپيرې شونډې ګرځيږي
په هر رنګ کې رنګ د وير دی
ورنه تاو د غم ځنځير دی

د هغوی لا څه پروا ده
چې خياط دی خياطي کا
يرغلګرو ته نڅيږي
د وحشت يې ګلدوزي کا
هۍ رنګونه مو سپيره شه
او مخونه مو تبۍ شه
درنه پاکه دا نړۍ شه

ای د غرب بشر خوارانو
نن مو وار دی چې هر څه کړئ
دغه یو يو حسابيږي
دا زمونږه نه هيريږي
دا خبره لږ ښه واوره
چې افغان داسې ملت دی
چې غچ نه پريږدي هيچاته
ستا په وينو به تا رنګ کړي
کړي عبرت به دې دنيا ته

ان شاء الله
د امريکايي يرغلګرو د بشپړې نابودۍ په هيله

تبصرې (1)

  • دهلمند پتمنې خورې
    ستاداسوي سوي چیغې
    دالماس نه هم تیرې وې
    کاڼي زړونه یې سوري کړل
    یرغلګرو ظالمانو دلاس وتړل وشا ته
    ستا وړو وړو بچیانو نارې چیغې کړې لالا ته
    خو لالا یې هم شهیدؤ اوس فریاد وکړي وچاته
    افغانی عسکر ولاړ دی ستا د چیغو ننداره کړي
    داسې نه وایي چې ولې دا پردي خو ناروا کړي
    دا بې ننګه بې غیرته ځان ته څنګه افغان وایي
    د مولوی مجروحی صاحب له وال نه