
روحاني: د نړیوال تروریزم رهبري امریکا کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا له خوا د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو په لست کې تر شاملولو په ځواب کې ویلي چې د نړیوال تروریزم اصلي رهبري امریکا کوي.
روحاني امریکايي ځواکونه پر دې تورن کړل چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د تروریستي ګروپونو سره اړیکي لري. هغه امریکا ته په خطاب کې وویل: «تاسو غواړئ چې تروریستي ګروپونه په سیمه کې د هیوادونو خلاف استعمال کړئ. .. تاسو د نړیوال تروریزم رهبران یئ».
ایراني ولسمشر وپوښتل چې څوک په نننۍ نړۍ کې تروریزم ته انکشاف ورکوي؟ څوک داعش د یوې آلې په حیث استعمالوي؟ هغه وویل: «امریکا نن د داعش مشران پټوي او آن دوی د سیمو هیوادونو حکومتونو ته د داعش د مشرانو پټنځایونو په اړه معلومات نه ورکوي».
د یادونې وړ ده چې امریکا پرون دوشنبه د ایران سپاه پاسداران چې د ایران د پوځ یوه برخه ده د ترهګرو ډلو لست کې شامله کړه.
دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې امریکا د یو بل هيواد پوځي ځواکونه ترهګر ګڼي.
د ترهګرو په لست کې تر داخلیدو وروسته به د ایران د سپاه پاسداران ټولې داریۍ به په امریکا کې کنګل شي او هم امریکايي اتباع نشي کولای چې له دغې ډلې سره راکړه ورکړه ورکړي.
اوس په پوه سولاست ، تر پرونه مو د افغانستان او عراق لپاره څه ويل .
مه کوه په چا چی وبه شی په تا .