نظــر

این راه که تو میروي به چوک آریانا است . . .

زلمی افغان

اشرف غني ته وایم. دا چې د بې ننګۍ ډیر تخمونه دې وکرل. د واکمنۍ په سبا دې له شاه شجاع او کارمل نه په زیاته سپیتانه د غلامۍ سند امضاء کړ. د دیني مقدساتو توهین دې وکړ، ستا په واکمنۍ کې د نورالمدارس او حمیدالمدارس په شان د علم او عرفان مراکز توهین شول. جوماتونه دې بمبار کړل، مدرسې دې وسوځولې او له هیڅ بې رحمۍ دې مخ ونه ګرځاوه.

بیا راولاړ شوې، زموږ تاریخ دې سپک کړ. د احمدشاه بابا پر حریم دې برید وکړ. زموږ د ویاړمن تاریخ په مخ دې خپلې مردارې توکاڼې ورحواله کړې. خو بیا هم دې اولس درته صبر وکړ.

په وروستیو میاشتو کې دې چې د افغان غیرتي اولس په کلیو، کورونو، جوماتونو، بازارونو او پتمنو کورنیو حریمونو کومې لوبې پیل کړې، نو د انسانیت تاریخ یې بیلګه نلري. هره شپه مو وژنې، هره شپه مو نښتر نښتر زلمي چارماري کوې، د زانګو ماشومان، پتمنې ښځې، سپین ږیري او بې وسه کلیوال په چاپو، بمبارونو او وحشیانه بریدونو کې بې پوښتنې قتلوې. ستا له لاسه د هر کلي جومات شهید، د هر کور حریم مات شوی او هره دروازه الوځول شوې ده. خو له دې سره سره لا هم دا ولس د صبر تعویذ په غاړه ګرځوي. د دې اولس زغم خورا زیات دی. دې اولس د چنګیز، انګریز  او ګڼو نورو خونریزانو تاړاکونه زغملي دي. تر دې چې بالاخره ستا د بادار امریکا او ستا په شان د بې رحمه غلامانو تر ظلمه را رسیدلی دی.

خو ګوره پام دي وي، چې صبر او زغم هم آخر پای لري. د دې اولس لکه څومره چې د زغم او صبر سینه پراخه ده همدومره یې انتقام هم تاریخي او عبرتناک وي. ته ورشه د شاشجاع انجام وپوښته او د کارمل د قبر پوښتنه وکړه. ته ورشه د کابل د چوک آریانا له تمبې د خادیست قاتل نجیب د انجام پوښتنه وکړه، چې تر ابده به د جابرو حاکمانو لپاره د عبرت درس وي.

اشرف خانه!

داسې ویل کیږي چې په هلمند کې ستا ( اعلی سرقومندان) تر مشرۍ لاندې چاپه مارو ځواکونو په یوه کور حمله کړې، نارینه یې وژلي او ښځینه یې له ځان سره وړي دي. . . موږ هیڅکله له تا د مرګونو او وحشتونو پوښتنه نه ده کړې، خو ګوره دا ځل دې له حده تجاوز کړی. آخر جنګ هم خپل اصول او قواعد لري. په دې وطن کې به حتی غله هم هغه کاروان ته نه ورنږدې کیدل چې ښځې به په کې وي. دا به ستره نامردي وي چې یو څوک په څرخکو او بمونو سمبال راځي او بیا د غریب ولس بیچاره او بې وسه تورسرې زولانه کوي او له ځان سره وړي.

د هلمند د پيښې په تعقیب له راپاڅیدلي ولسي قهره به خبر شوی یې، دا د سپینو او تورو پګړیو سمندر، دا د ځیږو او سوچه افغانانو غضب هسې معمولي مه بوله. که په خپل بې ناموسه جنایت بخښنه ونه غواړې او معصومې مؤمنانې را خوشې نه کړي نو پوه شه چې دغه د غضب سمندر به دې د خاشاک غوندې په هوا کړي.

دې اولس خپل هر قاتل بښلی دی. خو ځینې چې د بښلو نه ول هغوی یې یا د آمو څپو ته لاهو کړي او یا یې د آریانا چوک په لکړو راځوړند کړي.

 نور دې خوښه مګر دا درته وایم : این راه که تو میروي به چوک آریانا است . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

د ولس په ادرس باید هیڅ یوه ډله باټي ونه وهې، ولس ته دواړه غلامې او خونخوارې ډلې مالومې دې، یوه د امریکا او بل د پنجابې تالې څټي دې، وحشتونو د دواړو برابر دې، په کومه ورځ چې ولس د خپل دین او هیواد په ننګه را پاڅیدل هغه به د دواړو مړ څټو او تالې څټو د پاره د محشر ورځ وې

غوربندي

غزنوي صاحب

تاسو به شاید د غزني په جغرافیه کې د مخلوع او استفراق شوو پاڅونوالو (اربیکیانو) له ډلې څخه وی چې د امریکایانو په دستور د وولس په ادرس راپاڅېدل او خدای جل جلاله سخت وشرمول.

د پنجاب ټاپه نوره زړه او سولیدلې ده او په جز ددې چې ځان مسخره کړی بله ګټه نه درته کوي.

غمی،پښتین

سلامونه غزنوی صاحب.
بیلکل.یو به پنجاب سرګودی ته تیښتی،او بل به امریکا کلفورنیا ته تیښتی،انشالله.
تالی به د بل څټی خو خپله خاوره تباه کوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x