افغانستان

عمران خان: له بهرنیانو وروسته د افغانستان راتلونکي افغانان ټاکي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له یو پوځي چارواکي سره لیدنه کې هغه ته په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر پر بنسټ عمران خان تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کینتهن میګنبر سره د خبرو پر ومهال ویلي، له بهرنیانو وروسته د افغانتسان راتلونکي د افغانانو خپل حق دی.

د سرچینې په وینا هغه ویلي، چې وړاندې يې هم «همکاري» کړې او لا به هم د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دوه ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد هم له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو مننه وکړه.

عمران خان څو ورځې وړاندې خپلې پخوانۍ څرګندونې یو ځل بیا هم تکرار کړې، چې افغانستان کې مؤقته اداره د ستونزو حل کېدلی شي، چې د ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو غبرګونونه يې را وپارول.

په ورته وخت کې شنونکي پر دې باور دي چې سوله د امریکا او افغان ولس تر منځ مسئله ده، ښه ده چې په لوی لاس د سیمې هېوادونه پکې د امتیازاتو لپاره ښکېل نه‌شي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، د ګاونډیانو تر رول مهمه دا ده، چې سیمه کې دا باور پوخ شي، چې زموږ سوله چاته زیان نه رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x