افغانستان

هرات او تخار: مشورتي لویې جرګه کې پر استازیتوب شخړې شوي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د هرات او تخار څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په دغه ولایتونو کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د استازو د ټاکنې پر مهال شخړې شوې دي.

تر دې دمه د دغو شخړو د لاملونو په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.

نن ټکی اسیا د هرات او تخار ولایتونو ویدیوګانې ترلاسه کړي چې په یوه کې زنانه د انتخاباتو صندوقونه ماتوي او په بله کې نارینه بیا د پولیسو له خوا ډبول کیږي.

دا په داسې حال کې چې تیره ورځ د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې د ګډونوالو ټاکنه له ولایتونو پیل شوه.

ټاکل شوې وه چې نن به د ولایتونو وروستی لیست کابل ته را ورسېږي.

د دې جرګې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون ویاند سید علي کاظمي ويلي وو، چې د لويې جرګې ګډونوال به نیمه انتخاباتي وي.

د هغه په وینا هغه کسان چې له خپلو سیمو استازي ګماري باید عمر يې تر ۱۸کلنۍ ښکته نه وي او هغوی چې غواړي استازي شي باید تر ۲۳ کلنۍ کم عمر ونه لري.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د چرخ آغا صاحب

آیا باز ھم مردم ازینھا توقع دارند که صلح میآورند
اینھا بین خود صلح نمی تواند

ھر چی بگندد نمکش میکنند
وای ازان روز که بگندد نمک

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close