محقق: عبدالله باید د مخابراتو پخواني وزیر محاکمه کې مداخله وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مخکښ محمد محقق پر عبدالله عبدالله غږ کړی، چې د مخابراتو پخواني وزیر اړوند محاکمې چې د ارګ حاکم ټیم په بېړه کړې، باید مداخله وکړي.

هغه په خپره کړې اعلامیه کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي محاکمه «سیاسي، له دښمنۍ او تبعیض ډکه» بللې ده.

تېره ورځ لويې څارنوالۍ وویل چې عبدالرزاق وحیدي څرخي پله زندان ته استول شوی او په وروستۍ محاکمه کې د درې کاله بند حکم پرې شوی دی.

razaq-Wahidi-

د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي

محمد محقق چې د هغه د لومړۍ محاکمې پر ضد يې هم غبرګون ښوودلی و، د وروستۍ محاکمې په اړه لیکلي: «په اصطلاح عدلي او قضايي دستګاه د ارګ تر لاس لاندي ډېر په بېړه او فرمایش په څو ورځو کې د جناب وحيدي صاحب په اړه د درې کاله بند حکم صادر کړی دی.»

تر اوسه عبدالله عبدالله د محقق د دې غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ويلي.

پر عبدالرزاق وحیدي تور دی چې د دندې پر وخت يې مالي او اداري فساد کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د