اشرف اغني د ښځو په یوه غونډه کې

طالبان: د ښځو حقونو دعوه داران دې، د هلمند پر جنایت خوله پرانیزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): دوه ورځې وړاندې د هلمند په نادعلي کې بهرنیانو د خپلو افغان دوستانو په ملګرتیا پر یو روغتیايي مرکز چاپه ووهله، ډاکټر يې وژلی خو د هغه دوه مېرمنې او ماشوم يې له ځان سره وړي دي.

دې پېښې د هلمند ولس قهرولی او له دوو ورځو راهیسې يې پراخو لاریونونو ته دوام ورکړی، خو طالبانو دا پېښه د ښځو د حقونو دعوه دارانو ته ازمويېښت بللی.

د «هلمند کې د ګډ دښمن جنایت او د حقوقِ زن مدعیان…!!» تر سرلیک لاندې «د ورځې خبره» تبصره کې طالبانو پر بشري بنسټونو او په تېره بیا د ښځو د حقونو په نوم مصروفو نهادونو او کسانو غږ کړی چې خوله دې پرانیزي.

«که دوی پخپل شعار کې ریښتیني وي نو په هلمند کې د رامنځ ته شوي پيښي په اړه دې سترګې نه پټوي. او ثابته دي کړي چې رښتیا هم د انسان، په ځانګړي ډول د ښځو حقوق او کرامت ارزښت ورته لري او په دې اړه د اشغالګرو امریکايانو او ګوډاګۍ ادارې د عسکرو پرجنایاتو پرده اچول نه غواړي.»

womenday1395

عدليې وزارت کې د ښځو ورځ!

د تبصرې له مخې که یاد بنسټونه پر دې جنایت پټه خوله پاتېږي، نو «بیشکه چې دوی د بشري او ښځینه حقوقو مدعیان نه، بلکي د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو د جنایاتو مدافعین دي.»

طالبانو په دې مناسبت ځانګړې خپره کړې اعلامیه کې هم پر خپلو سرتېرو غږ کړی چې انتقام کې يې باید د دښمن حساس مراکز په نښه کړي.

«اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کوي چې د دغه ظلم په بدل کې د دښمن حساس مرکزونه او هستې په نښه کړي.»

تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ درانیو کلي کې هم درې مېرمنې د افغان عسکرو په چاپه کې کابل ته یووړل شوي، چې حکومت د ممکنه توند ولسي غبرګون له امله څو ورځې بېرته خوشي کړلې.

دا ډول پېښې د افغان ولس تاریخ کې خورا حساسي موضوع ګانې پاتې شوې دي، چې ډېری وخت د عاملینو د ټغر ور ټولېدو علت هم شوې دي.

حکومتي مشران معمولاً پر ملکي تلفاتو خوله پټه نیسي، خو عبدالله عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه تېره ورځ بګرام کې د امریکایانو پر وژل کېدو «خواشيني» ښکاره کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د