افغانستان

عبدالله په بګرام کې د امریکایانو پر وژنې «خواشیني» ښوودلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله په بګرام کې پر امریکايي عسکرو پرونۍ مرګونې حمله «غندلې» او د وژل شوي امریکایان يې «اتلان» بللي.

تېره ورځ مازیګر مهال طالب بریدګر نصیب الله الیاس د موټر په وسیله د بګرام هوايي اډې درېیمه دورازه کې امریکايي قطار په نښه کړ، چې طالبانو پکې د شپږو تنو وژل کېدو او څلورو نور ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دلته مېشتو بهرنیانو د څلورو امریکایانو د وژل کېدو او دریو نورو ټپی کېدو پخلی کړی دی، خو بشپړ هویت يې لا هم نه دی په ډاګه کړي.

عبدالله عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا برید د امریکا او افغان «دښمنانو» کړی او د «اتلو قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم!»

هغه وړاندې زیاته کړې، «تروریستان» باید پوی شي چې دوی زموږ تر منځ ملګرتیا نه‌شي خرابولی.

اجراییه رییس په داسې حال کې پر امریکايي ځواکونو د پروني برید په تړاو غبرګون ښيي، چې هلمند ولایت کې له دوو ورځو راهیسې خلک د دولتي ځواکونو له لوري د وړل شویو ښځو په غبرګون کې لاریونونه کوي.

لاریون کوونکي پر حکومت غږ کوي چې نادعلي کې د شپنیو عملیاتو په لړ کې وړل شوې دوه مېرمنې باید ژر تر ژره خوشي کړي، کنه ولایت مقام به وتړي.

د هلمند ځايي او د حکومت مرکزي چارواکي لا هم پټه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دع بیچاره ګناه نده، باید ډیر خواشینی سی. همدا اتلان چی داپرازیټونه تغذیه کوی. دوی وخت نلری ټوله ورځ په چوپړکی د بادارانو تیره کی، نو همدا اتلان چی دکورد خلکوخواهشات هم ورپوره کوی. تاسی دع مخ ته وګوری چی څومره خفه مالومیږی، ای کاشکی دمظلومو افغانانو(سپین ږیری، ښځی، کوچنیان اوځوانانو) دی هم یو څه خواشینی ښکاره کړی وای. په هلمند کی دوی ښځی ستا اتلانو بوتلی. اوس د ع،غ، مدنی فعالان، حقوق بشر، دښځو دحقوقو مدافعان(فوزیه کوفی، ملالی )او نوری چی د ۱۸ کلو لاسته راوړنی تل یادوی، دا ټول ګنګیان سوی دی.

سیدزرغون شاه آغا

ع بیچاره ګناه نده، باید ډیر خواشینی سی. همدا اتلان چی داپرازیټونه تغذیه کوی. دوی وخت نلری ټوله ورځ په چوپړکی د بادارانو تیره کی، نو همدا اتلان چی دکورد خلکوخواهشات هم ورپوره کوی. تاسی دع مخ ته وګوری چی څومره خفه مالومیږی، ای کاشکی دمظلومو افغانانو(سپین ږیری، ښځی، کوچنیان اوځوانانو) دی هم یو څه خواشینی ښکاره کړی وای. په هلمند کی دوی ښځی ستا اتلانو بوتلی. اوس د ع،غ، مدنی فعالان، حقوق بشر، دښځو دحقوقو مدافعان(فوزیه کوفی، ملالی جویا)او نوری چی د ۱۸ کلو لاسته راوړنی تل یادوی، دا ټول ګنګیان سوی دی.

ياسر

اجرايوي ډمه؟
ستا بی ایمانۍ او بی ویژدانۍ ته سلام دي!!!
أيا ته او تاسو د إيمان او ويژدان په نامه هم څه پيژني؟

منتقم منګل

د خپل وطن په غیږ کی د پردو ګټو ته ژمنه
ایا دا د خپلی مور په سر سودا ده او کنه؟

زهر وخوری د افغان ولس قتلینو.

اختر محمد

یاره دا دومره بی وجدانه انسان دی چه دبشریت په تاریخ کی مثال نه شته دی دادشر اوفساد ممثل دامریکایانو غلام ګل مرجان ډیر بی وجدانه دی

masoom

د افغانستان په تاریخ کې خبیثه څیره داده
او د مسلمانانو او افغانانو ستر وحشی قاتل انسان ده
په دا نرګت شکل یې غلط نشۍ

مرادى

داډير بى وجدانه بى غيره بى ايمانه بى ناموسه خر ده
سبا به داهم مردار وى اوبى غيرته خلک به ورته دشهيد لقب ورکوى زه خو وايم له امريکايانو څخه دده وژل ډير اړين دى
اجړايي ريس

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx