افغانستان

بيلابيلو سياسي څېرو د هلمند په پېښه غبرګونونه ښودلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان بيلابيلو سياسي څېرو د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په باباجي سيمه کې په ولسي وګړو د بهرنيو ځواکونو د وحشت په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دوی د هلمند د باباجي پيښې نظامي عمليات چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې سربيره د هغوی کورنيو ارزښتونو ته هم په کې بې احترامي شوې ده؛ په کلکو ټکو غندي.

حامد کرزي ياده پيښه بشرضد عمل ګڼلی دی او ويلي يې دي چې په دې پيښه کې نيول شوې کسان دې ژر تر ژر خوشې کړل شي او د ولسي وګړو په کورونو دې نظامي عمليات بند کړل شي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف ویلي دي چې د هلمند پيښه د هيواد په تاريخ کې بې سارې دردوونکې پېښه ده او د سولې په دې پړاو کې دا ډول پيښې د سولې د سبوتاژ هڅې دي.

ښاغلي ضعيف ويلي دي چې د يادې پيښې عاملينو ته دې عبرتناکه سزا ورکړل شي او په دې اړه خاموشي د توجيه وړ نه ده.

افغان سياستوال حضرت عمر زاخېلوال هم په ياده پيښه غبرګون ښودلی دی او ويلي يې دي چې د هلمند په پيښه کې د ملکي تلفاتو سربيره کورنيو ته سپکاوی کرغېړن او د غندنې وړ عمل دی او دا ډول اعمال جنګ پيچلی کوي او کرکې نور هم زياتوي.

زاخيلوال ويلي دي چې د دولت لومړنی مسؤليت د ولسي وګړو د باعزته ژوند ډاډ ورکول دي.

ياده پيښه په ټولنيزو رسنيو کې هم په پراخه کچه غندل شوې ده.

له تيرې ورځې راهيسې د يادې پيښې په غبرګون د نادعلي ولسوالۍ ګڼ شمير خلک راوتلي او په اعتراض يې لاس پورې کړی دی او د خپلو نيول شويو ولسي وګړو او ميرمنو د خلاصون غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ګډ حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان اجراييه رييس ډاکټر عبدالله تيره ورځ په باګرام کې په امريکايي عسکرو سرتيری بريد غندلی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

هر څوک چي د افغانانو د ناموس سره دغسي سلوک کوي، هغه افغان نه دی، بلکي بې ناموسه هم دی. په دغسي بزدلانه جرايمو کي چي هر څوک مسؤول او مجرم بلل کيږي سزا به يې د معمر قذافي غوندي يا تر هغه لا بدتر مرګ وي. دغسي کسان نه په مشورتي لویو جرګو ژغورل کيږي، نه د انتخاباتو په خندنۍ ډرامه، نه په بين الافغاني مذاکراتو کي په ګډون او نه په نورو ټګماريو او پيشو بازيو. او مرګ پر ټولو هغو کسانو چي پردو غليمانو ته په ډول ډول چوپړونو سره زموږ په ګران هيواد کي د دغسي… نور لوستل »

پتنګ

عجیبه خبرې او عجیبه احمق اولس ؟ داخو یوار ندی داخو په زرګونو مل دی چې دا بې ناموسان داسې کارونه کوي او اوس یې ښځې هم ورنه بوتلې چې پښتانه او مسلمان لپاره يواځې مرګ او ځان وژنه ده ! داچې کرزی او دانور یې اولس غلوي او دا ۱۸ کاله یې غوله ولی دی ټولو ته معلوم دي خو اولس په ګونډو شوی دی که رښتیاهم څوک د ناموس په مانا پوهیږي نو په ارګ دې اولسي حمله وکړي ټول د مردار کړي دا بې ناموسان اوس له سرې کرښې څخه واوښتل ! لمړی د اوس د امریکې… نور لوستل »

غ.حضرت

له بله کونجه دې موضوع ته یوه لنډه کتنه که څه هم جګړه او وینی تووینه پخپل ذات کی یو ناوړه کار دی خو انسانان ورسره عادت او ورته یو عجیب کار نه ښکاری خو سره لدې په هره جګړه کی د هر جګړه مار او ښکیلو او حتی عادی انسانو په نظر د ښځو او ماشومانو ځپل یوه ناځوامردانه او کرکجنه کړنه ده خصوصاً زموږ غوندی ټولنو کی د ښځو ګرېوان ته لاس اچونه ( د جګړې طرف ګڼل) اصلاً د منلو نده او ددې ډول کړنو عاملین باید د دوست او دښمن لخوا د نفرین او مؤاخذې وړ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx