غزل: محمد ګلاب بشار

محمد ګلاب بشار

په پچه څه وخوت کشمیر یې ولید
حق ترې نه هیر شو چې فقیر یې ولید

د طریقې خاوند په لټه کې شو
ځان د طوفان څپو کې ګیر یې ولید

د تذبذب حالت یې غوره کړلو
غریب یې هیر کړ چې امیر یې ولید

د ډار تمثال به څه قیمت ولري
چې د باد مخکې ځان نخچیر (۱) یې ولید

د دوه مخۍ لار یې چې خپله کړله
د ځان بلا د مرګ سفیر یې ولید

د ناروا په غوښو دی شو لګیا
ځان یې ولید چې کجیر یې ولید

د بد بختۍ په لار چې دی شو روان
قران یې پریښود چې خپل پیر یې ولید

سړی هغه چې په معنی سړی وي
د لاسه نیسي چې ضریر یې ولید

له ځانه مخکې دبل خیر کړي مدام
خپل هوس پریږدي چې فقیر یې ولید

په ثلاثه طلاق چې ښځه ساتي
پوهیږم نه چې څه تدبیر یې ولید

د مظلومانو له آه ډار دی پکار (۲ )
چې په ښیرو باندې سعیر یې ولید

هغه ساعت به څه حالت وي دچا
که د سیلاب اوښکو بهیر یې ولید

د حق ګذار ته ټینګیدلی نه شي
په چغو سر شو چې مصیر یې ولید

څه بشارت دی دجنت بشاره!
نفس او شیطان چې خپل اسیر یې ولید

(۱ )هغه حیوان چې ښکار کیږي او بل غرنی اوزی ته هم نخچیر ویل کیږي .
(۲) ( اتق دعوة المظلوم فانه لیس بینها وبین الله حجاب) حدیث شریف .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د