نظــر

مشورتي لویه جرګه که فاجعو پسې فاجعه؟

محمدامین بسمل

د۲۰۰۱م کال د اکتوبر د تورې اوومې امریکایي یرغل زموږ د مادي او بشري هستي د تباهي تر څنګ زموږ د ولس معنوي اواخلاقي دنیا د ورانولو لړۍ هم چټکه کړه.

اشغالګرو سمدلاسه دهغو حقوقي نورمونو چې زموږ په ټولنــه کې له ارزښته ډک او د سترو ستونځو د حل څرک به پکې لږېده او ولس ته د درناوي وړ وو په شکل د اشکالو له بې عزتي او بې ارزښتي سره مخ کړل.

یادو نورمونو له معنویاتو سره تړاو درلود خو په مادي نړۍ کې یې د ناورینونو مخه نیوه.

دلته په معنویاتو اواخلاقیاتو زیات نه تم کیږو ځکه چې هغه خو د مقالې په ځای کتابونه غواړي خو یوازې څو بېلګې یې رااخلو:

په افغاني ټولنه کې د ورځني ژوند ترڅنګ د وګړو ترمینځ مناسبات را مینځ ته کېدل دغومناسباتو به له ځانه لاملونه لرل.

یاد مناسبات به د ځانګړو عواملو له کبله ټکني شول، چې پایلې به یې کله ناکله نامطلوبې هم وې او د پایښت زغم به یې تر ډېره چا نه درلود ځکه خو به بې له کومې جبري(حکومتي)او قانوني قوې ولس پخپله د حل لاره موندله.

دا لار د مشرانو په راټولېدو، اوږدو بحثونو او د مثبتو فیصلو په نتېجه کې پیدا کېده.

یادې فیصلې له اخلاقي اړخه په تول درنې، د منلو وړ او هلته حدود پکې ټاکل کېدل چې په ځینو برخو کې نرخونه هم ورته ویلای شو.

د پورتنیو چارو نظري او عملې بڼې د ظهر لپاره په نهایت کې یوې مهمې او پراخې تجموع ته اړتیا وه ترڅوهره خوا خپل ځان پکې وویني.

کومې فیصلې به چې په یاده تجموع کې وشوې هغو به د حقوقي نورمونو رنګ واخیست.

کله کله به دهیواد په کچه یوه لویه ستونځه پیدا او حل لاره به یې ولس بیا هم پخپله موندله دا ځل به نو د ټول هیواد د وګړو حسابي مشرانو بې له کوم تبعضه د ستونځې دحل په موخه لویه ناسته رابلله چې موږ ورته لویه جرګه وایو.

د لویې جرګې پرېکړې خلګو په سر سترګو منلې او د سترو ستونځو د حل مهمه مرجع یې بلله.

دا لویې جرګې زموږ دګران افغانستان هغه مهمې ستنې وې، چې زموږ د ټولو د کوربام پرې تکیه و خو له بده مرغه اشغالګرو په ډېره نامردي سره زمو د دغومهموستنو د نړولولړۍ پیل او دومره یې بې ارزښته کړې، چې هیڅوک هم نور د ستونځو د حل باور نشي پرې کولای.

له اشغال څخه لنډه موده وروسته سپینې ماڼۍ د خپلوعمالو او روزل شویو جاسوسانو لمړۍ تجموع په آلمــان کې تر سره او د بن کنفرانس نوم یې ورکړ.

دافغان اولس د لا تېر ایستنې په موخه یې دخپلو پیاده قواوو مانا شمالي ټلوالې د لنډه غرو ترڅنګ پیران اوحضرتان هم ورسنجاق کړل.

د بن د ډرامې زیاتې تشریح ته اړتیا نه وینم یوازې دومره وایم، چې له بده مرغه دا زموږ د مادي او معنـوي پانګو د زیندۍ کولو لپاره یوه لويه او لعنتي لومه وه چې د امریکا په مشرۍ یې صورت وموند.

د بن له کنفرانس (ډرامــې) څخه وروسته د کابل ګوډاګي حکومت د لویو جرګو په رابللو او شرمولو پیل وکړ، چې تر ټولوناروااوشرمېدلې لویه جرګه یې داساسي قانون لویه جرګه وه، چې د پیسه دوست صبغت الله مجددي په مشرۍ تر سره شوه.

زما په غالب ګمان دا ځل پلان شوې لویه جرګه هم د امریکا په دستور رابلله کیږي، چې یا خو به په جنګ میین غني دتبلغاتي کمپاین ګټه ورڅخه پورته کړي اویاخوممکین په دې جرګه کې په ناڅاپي ډول څوکسان راولاړشي او ووایي، چې دورمره مشورو اوسرخوږي ته نوڅه ضرورت دی موږغواړو حامد کرزی یو ځل بیا را مخ ته شي ځکه چې هغه له امریکاسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ په هیواد میین سړی دی بس راځئ، چې داتاریخي فیصله وکړو نورپه قطر او مسکو زموږ غرض نشته.

منظورمې دا دی، چې غني او کرزی امریکایي ګټو ته ژمن، زموږ د ولس اوهیواد له سر سختو دښمنانو څخه دي.

اوس چې د اوولسوکلونو په تېرېدو سره له یوې خوا د افغان اولس سر د لویو جرګوپه توطیوخلاص شو، له بلې خوا افغان نومیالي مقاومت (طالبانو) له سیاسي او پوځي پلوه وکولای شول، چې اشغالګر او تالي څټي یې د خپلې سپېڅلې مبارزې په سکروټو کښېنوي.

نن چې یاد تالي څټي په ارګ کې د جوارو پولیو په شان ترکیږي بیاهم غواړي د خپلې ناولې بقا لپاره د اوبو په ځګ ځانونه تکیه او دمشورتي لویې جرګې په پلمه خپل محکوم عمر اوږد او افغان اولس ته د تباهي د لړۍ نوې دروازې پرانیزي.

داچې جګړو ځپلی، مظلوم افغان اولس زما او ګڼ شمېربهرمېشتو افغانانو په شمول ددې لویې شیطاني توطیې مخالف دی، له اتل اونومیالي افغان مقاومت څخه مو داهیله ده، چې دا توره توطیه خنثا، یوازي له امریکایي لوري سره خپل تاریخي مذاکرات په مخ یوسي اوهمزمان د الوت خپل دواړه (پوځي اوسیاسي وزرونه) په مسـاوي ډول ورپوي ترڅو حرکت یې یوازې په مخ او بلې خوا ته میلان ونه کړي.

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x