نظــر

د سولې مشورتي جرګې په اړه اندېښنې

محمدرحیم سکندر

دغې جرګې ته پورمعلوماته او منطقي کسان هم ور بریالي دي، خو ځینې داسې کسان هم یوازې د رایو په اکثریت ورځي چې هېڅ طرحه/ پلان نۀلري او یوازې ګډون ته یې په څرمنه کې نۀ ځايېږي.

دغو تش په نوم ګډونوالو او پټ‌سترګو ته یې چې هره پرېکړه ورمخې ته کړه بس لاسلیکوي به یې.

هغه که لۀ سولې وړاندې ټاکنې دي، یا که بېخي د سولې مخنیوی دی، که د اغزن تار قرارداد منل دي، که افغانستان کې د امریکایانو پاتې کېدل دي، که لۀ اسلام سره بایکاټ دی، که د بمباریو دوام دی، که د افغاني جغرافیې تجزیه ده، که د غریب په خېټه کې ختل دي، که په کلتور او ارزښتونو تېری دی، که ناموس لوڅ‌لغړول دي او په همدې ترتیب…

یعنې که هر شی‌می یې پې لاسلیک کړ بس لاسلیک شو.

بیا د دې زرګونو امضاء/ لاسلیکونو جبرانولو شونتیا کمه ده او ستر سرخوږی به جوړ کړي.

د سولې مشورتي جرګې ته د نورو ټاکنو په څېر زیاتره په فساد او لوی لاس/ خیالي کسان بریالي شوي چې دا به همداسې په لوی لاس پاسني اندېښمن اټکلونه لاسلیکوي.

په دې لویه جرګه کې د افغان حکومت ” په وړو کې شګه” ښکاري.

حکومت غواړي داسې جرګه رامنځته کړي چې د اوسني جنګي، بې‌کاري، فسادګر، او عقدیي حالت دوام په‌کې تایید شي.

دغې جرګې ته ډېری خلک د یادو اندېښنو لۀ امله نۀدي نوماند شوي، چې بیا لس- شل کاله وروسته خپل نسل او وجدان ته کوزګوري نۀوي.

لویې تېروتنې په همداسې لویو جرګو کې د نادیده‌ګۍ لۀ امله کېږي.

ما ته د یو ځوان په حیث لۀ دې جرګې د سولې د مخنیوي او د وینو بوی راځي.

په هر صورت ما خپله غاړه خلاصه کړه، جرګه دې وشي خو بااحساسه افغانان دې پاسنیو اندېښنو ته متوجې وي.

خپلې طرحې په جرات سره وړاندې کړئ چې هم خلک ډاډه شي، هم رایې درکړي او هم په جرګه کې پخپل نوبت یوازې لاسلیک ونۀ کړئ، بلکې د ځپلي هېواد د ښۀ کېدا لپاره په سرو سترګو بدو پرېکړو ته رایه ورنۀکړئ او مخنیوی یې وکړئ.

رب ج دې دا جرګه د افغانستان په خیر تمامه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

معنی داچی طرحی وړاندی کړی او رای هم ورکړی….،؟ شاباش

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x