افغانستانخبرونه

هلمند کې نیول شوې مېرمنې لا کورنیو ته نه دي سپارل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې د شپنیو عملیاتو په مهال د ګډو ځواکونو له لوري نیول شوې مېرمنې خپلو کورنیو ته لا نه دي سپارل شوې.

ددې تر مخه نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې ومنله چې یادې مېرمنې خپلو کورنیو ته په کابل کې سپارل شوې خو لا هم تر نظارت لاندې دي.

یوې بلې سرچینې وویل:

تازه معلومات دادي چې د هلمند باباجي کې چې کومې خویندې په چاپه کې نیول شوې دي لا یې هم برخلیک نامعلوم دی، پرون یې د مظاهرې مشرانو ته وعده ورکړې وه چې نن سهار ته به یې ور وسپاري خو تر اوسه پورې یې لا هیڅ درک نه دی معلوم.

ځینو کسانو له ګومانه ویلي وو چې ګواکې ازادي شوي دي.

پرون مظاهره پر همدې تعهد رخصت شوې وه چې ښځې به دولس ساعته کې پریږديد مظاهرې مشران او قوم مخور وایي چې که چیرته حکومت پر خپله ژمنه ونه دریږي داځل به تر پخوا لا پراخ او توند لاریونونه پیل شي.

بلخوا د نیول شویو مېرمنو لپاره د شوي لاریون له منځه زموږ لاسته راغلې ویډیو ښيي چې؛ د لاریونوالو یو مشر له نورو ګډونوالو غواړي څو کورونو ته ستانه شي؛ د نوموړي په وینا «موږ او تاسو الله تعالی کامیابه کړلو،  موږ ته یې تام اطمنان راکړی په دې کې بله خبره نشته، زموږ له طرفه نور ټولو ته اجازه ده چې ولاړ شي».

یاده ده وي چې؛ دا مېرمنې دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو په مهال د ګډو ځواکونو له لوري نیول شوې وې چې؛ د سیمې په خلګو کې یې سخت غبرګونونه راپارولي وو او د راخلاصون لپاره یې د تېرو دوو ورځو راهیسې لاریونونه روان دي.

یاده پېښې ته په ټولنیزو رسنیو سربېره بېلابېلو سیاسې څېرو هم غبرګون وښود ، د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» په شمول ګڼو سیاستوالو یاده پېښه «بشر ضد» یاده کړه او له مسئولینو یې وغوښتل څو نیول شوې مېرمنې زر تر زره خپلو کورنیو ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x