افغانستانخبرونه

د پخلاینې رهبري شورا، قطر ته د لېږل کېدونکو استازو نوملړ نهايي کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت له لوري نوې رامنځته شوې «د پخلاینې رهبري شورا» قطر ته د لېږل کېدونکو احتمالي استازو نوملړ نهايي کوي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس؛ یاده شورا به نن د چهارشنبې په ورځ په خپله دوهمه غونډه کې د یاد لست د نهايي کولو تر څنګ؛ د حکومت سرې کرښې هم وټاکي.

دغه شورا چې «۳۷» غړي لري د افغانستان پخواني لوړپوړي چارواکي، د ګوندونو مشران او پېژندل شوي افغان سیاستوال پکې راټول شوي.

د پخلاینې شورا داسې مهال قطر ته د لېږل کېدونکو استازو په نوملړ بحث کوي چې طالبانو په وار، وار د ګډ حکومت له استازو سره ناستې رد کړي او ګډ حکومت یې یو نا مشروع حکومت بللی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې یادونه شوې چې؛ هیڅوک د ګوند یا حکومت په استازیتوب خبره نشي کولای او هر څه چې ویل کېږي له «شخصي ادرسه» به ویل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه او د مسکو د بین الافغاني ناستې ګډونوال «وحید مژده» هم ورته باور لري د نوموړي په اند «طالبان به د حکومت په استازیتوب ورلېږل کېدونکې شورا او استازي ونه مني او په ناسته کې د ګډون اجازه به ورنکړي».

بل لوري ته حکومت  داسې مهال« د پخلاینې رهبري شورا» د افغانستان د استازو په حیث معرفي کوي چې؛ ګڼ سیاستوال لا هم په دې باور دي چې؛ یاده شورا د شخصي کمپاین او ګټو لپاره جوړه شوې او د غړو په انتخاب کې یې سیاسي چلند شوی ، د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د سولې او اعتدال انتخاباتي ټکټ مشر «محمد حنیف اتمر»  په دې اړه وايي « لا تر اوسه هم د ملي پخلاینې او د مذاکره کوونکو په غوراوي کې حکومت په یو اړخیز ډول چلند کوي، دغه یو اړخیز چلندونه د دې ښکارندوی دي، چې حکومت د ملي تصمیم او د افغانستان د خلکو د یو والي لپاره کافي انګیزه نه لري او لا هم په شخصي انتقام اخیستنې او په سیاسي تنګ نظریو پسې روان دی، چې د افغانستان په سیاسي فضا کې د لا ډیرې بدګمانۍ او بې باورۍ سبب شوی دی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x