نظــر

دووسان افشاء شول

حسان شلګری

د هلمند په باباجي سیمه کې له کورونو څخه د افغان میرمنو د تښتولو واقعه دردوونکي او تر زغم لوړه وه. خو له ټول درد او دوک سره سره یې دا پایله د پام وړ وه چې دووسان، بې ناموسان او بې غیرتان یې ډیر ښه رسوا کړل. نن سبا چې د منافقت او دوه مخۍ دوران دي هر چا په خپل بې ضمیره فطرت غوړ پوستکی ویړ کړی او د سړیتوب، مسلمانۍ او افغانیت دعوه کوي. اما د هلمند د باباجي پیښې د ډیرو بې غیرتانو له څیرو نقابونه وغورځول او د دوی دیوث ماهیت یې رسوا کړ.

دیوث چې په پښتو کې په ( دووس ) سره تلفظ کیږي په عربي کې یې تعریف داسې شوی(رَجُلٌ لا يَغارُ على أَهْلِهِ وَلا يَخْجَلُ) یعني هغه سړی چې په خپل ناموس باندې غیرت نه کوي او نه ورباندې خجل کیږي. زموږ په عنعناتو کې ښځه د ناموس فرد کامل او اصلي مصداق بلل کیږي او اصلي دووس هغه چا ته وایي چې په ښځمنو غیرت ونه کړي.

په ښځمنو غیرت یوازې انساني غریزه نه ده بلکې حتی په حیواناتو کې هم دا غریزه شته چې د خپلې جوړې ( ملګرې) په اړه فوق العاده حساسیت لري. د مار په اړه مې اوریدلي چې که څوک یو مار د هغه د جوړې په وړاندې مړ کړي نو جوړه یې انتقام اخیستل خپل مکلفیت بولي. همدا شان نور ژوي هم هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په جوړه یې څوک لاس پورته کړي. حتی دا کیسه مې هم اوریدلې چې د کابل په باغ وحش کې مشهور زمري ( مرجان) د ټوپکیزم په کلونو کې هغه ټوپکی خوړلی و چې د دې زمریانو پنجرې ته ورښکته شوی او د مرجان زمري په جوړۍ یې لاس وهلی و. چې بیا نورو توپکیانو د دې غیرتي زمریانو پنجرې ته لاسي بم وغورځاوه چې زمرۍ یې ووژله او مرجان زمری یې په سترګو ړوند کړ. په هر حال

ویل کیږي د خپل هم نوع مقابل جنس په اړه حساسیت په ټولو ژوندیو موجوداتو کې شته چپ له خنځیره، خنځیر یوازینی حیوان دی چې په خپله جوړۍ غیرت نه کوي. له همدې امله خو ورته ( دیوث یا دووس) وایي او په اسلام کې نجس العین بلل شوی چې په هیڅ صورت کې یې غوښه او پوستکی نه پاکیږي.

د خپل هم نوع مقابل جنس په اړه دغه حساسیت ته غیرت وایي.  غیرت هغه انساني جوهر دی چې په مروت، میړانه، جوانمردي او نورو الفاظو هم ترې تعبیر کیږي او اصلا د انسانیت له ډیرو بنیادي او مهمو عناصرو بلل کیږي. خو نن سبا چې مادیت ځپلی انسان د انسانیت څه بلکې د حیوانیت له چوکاټه هم په وتلو دی او خدایزده په کوم لوري یې مخه کړې، د نورو انساني فضائلو او صفاتو په شان یې د غیرت په وړاندې هم بې پروایي ته لاس اچولی. په غربي نړۍ کې غیرت یوه ناپیژندویه او مهجوره پدیده بلل کیږي. حیا او شرم بیا رواني ناروغۍ بولي او ځان ترې خلاصول اړین بولي. په دې اساس خو خبره تر دې رسیدلی چې په غرب کې له ډیرې دووسۍ او بې غیرتۍ اوس (wife swap culture) یا د ښځو د بدلون رواج په یو عام دود بدل شوی. هغه دا چې ماښام نارینه له خپلو ښځو سره نایټ کلبونو ته ځي او هلته بیا له نورو نارینه وو سره ښځې بدلوي، شپه له همدې مبادله شویو ښځو سره تیروي او سهار بیرته له خپلو ښځو سره کور ته ستنیږي.

غربي ښځپلورونکي دووسان چې اوس زموږ هیواد ته راغلي نو دلته یې هم د دووسۍ او بې غیرتۍ تخم ورسره راوړی دی. اوس یو شمیر هغه خلک چې څو کاله یې د غرب دانه خوړلې نو له غیرت او حیاء هم خلاص شوي او د دووسۍ په ډنډ کې لامبو وهي. د دې خبرې یو ثبوت دا دی چې وړمه ورځ چې کله په هلمند کې له یوه کور څخه امریکایي او داخلي عسکرو دوه پتمنې میرمنې وتښتولې، نو په اجتماعي رسنیو کې یې د اورني غبرګون سونامي راپورته کړه. هر چا پرته له سیاسي تمایلاتو دغه پیښه وغندله. حتی د حامد کرزي او زاخیلوال په شمول یو شمیر پخوانیو حکومتي چارواکو هم دغه عمل محکوم کړ. مګر په دې منځ کې ځیني داسې دووسان هم راښکاره شول چې د امریکایان دې عمل ته یې پرتوګ ګنډل او توجیه موندل پيل کړل.

یو شمیر هغه دقلم خاوندان چې په اجتماعي رسنیو کې د افغانیزم ډبرې هم په سینه ټکوي لکه اباسین بریال،جبار فراز، مجید قرار، خوشال خلیل او څو تنه نورو د دې په ځای چې دغه بوږنوونکې پیښه یې د غیرت رګ په خوځښت راولي د پيښې په نسبت یې مسخرې او توجیه تراشل پيل کړل. دوی آوازه ګډه کړه چې د هلمند له باباجي تښتول شوې ښځې د القاعده او داعش اړوند بهرنۍ میرمنې دي. مګر د پیښې په سبا د میرمنو وارثینو وویل چې دغه ښځې د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې د کور سرپرست یې ډاکټر و او په هلمند کې یې کلنیک درلود، په نیمه شپه له کندهار څخه ګډ ځواکونه ورغلي نارینه یې شهیدان کړي، د ۹ میاشتو ماشوم یې د مور له غیږې غورځولی او ښځې یې له ځان سره وړي دي.

اباسین بریال چې د همدې وردګو ولایت دی، زه نه پوهیږم چې دی به بیا خپل غیرتي وردګ اولس ته په کومو سترګو ګوري او خپل کلي ته به څنګه ستنیږي. دا چې د دې غیرتي اولس حیاناکې میرمنې د غربي وحشیانو لخوا له خپلو کورونو تښتل کیږي، نارینه یې د سترګو په وړاندې ویشتل کیږي او ماشومان یې له چورلکو غورځول کیږي، په شپو شپو د تښتول شویو میرمنو درک نه وي معلوم، چې چیرته او په څه حال دي، ، ، خو د همدې سیمې یو کابل میشتی ( مطیع الله خان اباسین)چې ځان ته افغان انسان هم وایي د دې په ځای کې چې پردیو اشغالګرو دا عمل محکوم کړي، توجیهات ورته لټوي او د دغې فاجعې په غبرګون کې احتجاج په طنزي ژبه  ( په کتغ کې د مالګې په زیادت) احتجاج بولي.

هغه شاعر ویلي وو چې ( که دا غلامي نه وي نو بیا څه ده غلامي) خو د دغسې کړنو په اړه باید ووایو چې ( که دا دووسي نه وي نو بیا څه ده دووسي) په دې حالت کې مې د ستر خپلواک افغان لیکوال علامه عبدالشکور رشاد ارمان وکړ، هغه چې د کمونیستانو، رباني او طالبانو پاچاهیو ته یې په ترتیب سره د ملحد شاهۍ، تنظیم شاهۍ او ملا شاهۍ القاب ورکړي وو. زما یقین دی چې که رشاد صاحب اوس ژوندی وای د اوسنیو حاکمو بې غیرتانو پاچاهي به یې ( دووس شاهي) بللې وه.

که د بې غیرتانو اوله ډله د هلمند جنایت ته توجیهات جوړوي، دوهمه ډله یې بیا هغه ده چې عادتا په هره معمولي خبرې تبصرې او پرپړې لیکي خو د دې ناموسي قضیې په اړه بیا چوپه خوله دي او په یوه او بله طریقه ځان غلطوي. دغسې دووسان هم کم نه دي. دوی د څو روپۍ معاش حلالولو لپاره حتی د خپلو پتمنو خویندو د توهین په اړه هم بې تفاوته پاته دي او د غیرت رګ یې په مرګوني خوب ویده دی.

دا وړ بیغیرتان باید وپیژندل شي، نومونه یې لست شي، راتلونکو نسلونو ته یې ټول مشخصات واضح او نوم په نوم وروښودل شي، تر څو بیا د سیاسي فعال، روشنفکر، لیکوال، ادیب، شاعر او مدني فعال په حیث د انسانیت او افغانیت دعوه ونه کړي او نه هم اولس تیر باسي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

دا کرغېړن عمل چې څومره وغندل شي لا هم کم دی. هر چا چې دا ناانساني، نا اسلامي او نا افغاني عمل تر سره کړی، د ښاغلي لیکوال د لیکنې سره سم دووس او تر هغې هم ټيټ دی. درناوي

Back to top button
Close
Close