
غزل: حمدالله فطرت
حمدالله فطرت
څه زړه خبرې غواړي څه موسم شاعرانه
څه ستا د بڼوګانو زیر و بم شاعرانه
دا ګل-ګل سبایي، او دا عطرین-عطرین شمال
دا سِحر د فطرت① کړي سړی سم شاعرانه
“بادام او سپین ګلان یې لکه ناوې سپین کمیس کې
ترنک مو کړ دې ښکلیو د حرم شاعرانه”
دا هم ددې بي پیره شاعرۍ یو کرامت دی
فراق چي غزلبول وي، درد و غم شاعرانه
حالات ما حلمیار ته وایي ساندې لیکه ساندې!
په ګوتو کې مې نه پریږدي قلم شاعرانه
“حمدالله فطرت”
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
①فطرت د طبعیت په مانا