مهاتیر محمد - منځ کې

مهاتير محمد څه ډول ماليزيا د پيسو د نړيوال صندوق له لومو وژغورله

ژباړه: ثاقب شينواري

د پيسو نړيوال صندوق چې د ارجنټاين خلک يې «د شيطان صندوق» بولي او دا نوم ورته هسې نه اخلي، ډېری دولتونه يې تر هغه لوټلي او راښکلي، او لا يې هم لوټي، تر څو يې د پور اخيستنې په هغه لومه کې راګير کړي، چې له ورننوتو سره سم يې شتمنۍ د دې صندوق لاس ته لوېږي او چې څنګه يې خوښه وي هغسې ګټه ترې اخلي! دا صندوق ګومان کوي چې اهمې موخې يې افريقا، اسيا او جنوبي امريکا کې د بې وزلو او مخ پر وده هېوادونو مرسته ده، چې هغه پورونه ورکوي چې ياد هېوادونه له خپلو مالي بحرانونو او اقتصادي ستونزو باسي، دغه راز ادعا کوي چې د دوامدارې ودې او هراړخيزه او زياتېدونکې هوساينې رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

ښه خبره ده، خو رښتيا څه دي؟

د پيسو نړيوال صندوق په «بريټن ووډز» کانفرانس کې د رامنځته کېدو له ورځې تر ننه مرستې وړاندې کوي او ځينو هېوادونو ته يې تر اوسه د دويم او درېيم ځل لپاره هم پورونه ورکړي دي، خو دې پورونو د دغو هېوادونو – چې ياد صندوق ته د اقتصادي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د وروستۍ پناګاه په توګه وګرځېدلي وو.- هيڅ درد نه دی دوا کړی او نه يې ورسره په وده او هوساينه کې زياتوالی راغلی.

دې هېوادونو کې چې له پورونو اخيستو وروسته څه پېښ شوي، هغه بېخي د صندوق له موخو خلاف دي: پورونه اخيستل يې لا ډېر شوي او زيات نه زيات د غربت په ډنډ کې ډوب شوي دي! ارنسټ وولف په خپل کتاب «د پيسو نړيوال صندوق» کې د دې صندوق د رامنځته کولو له هدفه غږېږي او وايي: «د صندوق د رامنځته کېدو موخه لکه ځينې خلک يې چې ګومان کوي دا نه ده چې له عيبونو يو پاک او پياوړی نوی مالي سيستم جوړ کړي. بلکې د رامنځته کېدو هدف يې په دې کې پټ و چې د نړۍ پر نوي نظام نړۍ کې د نوي زبرځواک (د امريکا متحده ايالات) ولکه ټينګه کړي».

سره له دې چې دا صندوق د ډېرو هېوادونو د کنګالېدو (غريب کېدل) لامل شو، لا هم دا کيسې تکرارېږي: يو دولت له مالي بحران سره مخ کېږي او افلاس ته رسېږي، دغه دولت خپل بانکنوټونه نه شي پېرلی، ځکه کريډيټ درجه )کريډيټ ريټنګ( يې ټيټه وي او د پور ورکولو لپاره څوک نه مومي، ځکه نو بايد د «شيطان» ژامو ته پناه ور وړي، د پيسو نړيوال صندوق ته دې ورشي چې هر وخت پور ورکولو ته چمتو دی او په مشروط ډول دې ترې پور واخلي، چې وروسته پرې خپل سياستونه او “د رغنيزې لاس اخيستنې” هغه پروګرامونه پلي کوي، چې له مخې يې په ستره توګه د غريبانو په شمېر کې څو برابره زياتوالی راځي! د بېلګې په توګه صندوق له دولته غواړي چې له بنيادي توکو لکه ډوډۍ څخه ملاتړ بند کړي او پر زده کړه، روغتيا او نورو څانګو حکومتي لګښتونه کم کړي، ماليې ولګوي او اداري خصوصي سکتورونو ته وسپاري.

د صندوق له دې ژمنو سره سره چې دا عجيبه اقتصادي نسخه (تګلاره) به ډېر ژر د هېواد اقتصاد ورغوي، د دې دولت اقتصادي کمزوري لا زياتېږي، دا نسخه تر هغه په منځنۍ طبقه کې ساه اخلي چې هغوی تر غربته ورسوي، او “د رغنيزې ډډې” د سياستونو له امله د سترو ټولنيزو ظلمونو لامل ګرځي، چې د هېوادوال ټول غم و هم يوازې دا شي، چې يوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي، زده کړه وکړي او روغ رمټ واوسي څو د ناروغۍ پر مهال د ډېرو لګښتونو پرې کولو ته اړ نه شي!

هيښوونکې دا ده چې د مصر او اردن په څېر ډېر دولتونه لا هم دې صندوق ته پناه وروړي!

ځينې ښايي پر دې نه وي پوی، خو که يو دولت داسې څوک نه مومي چې پور ورکړي، يا له افلاس سره مخ وي، نو د پيسو نړيوال صندوق يوازيني حل نه دی!

راځئ چې د مهاتير محمد –چې ماليزيايان يې خپل پير بولي- تر مشرۍ لاندې د ماليزيا تجربه وګورو.

د پيسو د صندوق په اړه د مهاتير محمد رايه معلومه ده، هغه لا هغه وخت د نړيوال صندوق مرستې قبولې نه کړې، چې ماليزيا د اسيايي پړانګانو له بحرانه تېرېده، او سره له دې چې دې بحران کې ګڼو زيانمن شويو اسيايي دولتونو د صندوق نصيحتونو ته مثبت ځواب ورکړ، خو مهاتير محمد دا نصيحتونه رد کړل او د دې يوه برعکس مالي تګلاره يې ونيوه، چې پر مټ يې ماليزيا له دې مالي بحرانه ووته او د خپلې سکې (رېنګت) په پياوړې کولو کې بريالۍ شوه، بلکې د فلپين، سويلي کوريا او اندونيزيا په څېر نورو دولتونو ته په نسبت په لږ تاوان له بحرانه تېره شوه.

مهاتير محمد نه چې کله په دې اړه پوښتنه وشوه، چې ايا مصر ته د اقتصادي رغونې لپاره د پيسو له صندوق نه پور اخيستل خوندي ګام و؟ د هغه ځواب داسې وو: «په دې برخه کې زما رايه څرګنده ده، زه تل د دې پورونو پر نه اخيستو او کورنيو بديلونو ته پر پناه وروړلو ټينګار کوم. زه د پور اخيستو سياست نه خوښوم، په ځانګړي ډول چې پور اخيستونکی په کې د پور ورکوونکي تر امر لاندې راځي، ځکه د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک د کلمې په سهي معنا نړيوالې ادارې نه دي، بلکې يوازې د څو دولتونو تر ولکې او واک لاندې دي، له همدې امله د دوی لارښوونې يوازې د همدغو هېوادونو د ګټو د خونديتوب لپاره کار کوي.

دا دواړه ادارې د سکو د سوداګرۍ اجازه ورکوي، سره له دې چې سکه په اصل کې کوم توکی نه دی، دا د دولتونو د غربت لامل ګرځي چې بيا له مجبورې دغو دوو ادارو ته د پور ترلاسه کولو لپاره ورګرځي، ماليزيا هغه فرمايشونه رد کړل چې د پيسو صندوق غوښتل پرې ور ويې تپي، ما دا هيله لرله چې دا دواړه موسسې رښتيا هم ډيموکراتې وای، زه بېخي پر پور اخيستو باور نه لرم.

مصر ته دا نصيحت کوم چې پورونه دې نه اخلي او د دې پر ځای دې کورنيو بديلونو ته مخه کړي، څو ځان ته د خپل اقتصاد پياوړي کولو سرچينې چمتو کړي، بيا هم که پور اخیستو ته سخته اړتيا وه، نو بايد تر ټولو په تنګه دایره کې وي».

د ۲۰۱۷ کال د جولای په پنځمه «بلومبرګ» سره مرکه کې مهاتير محمد د مالي بحران د وخت يادګارونو ته په ورګرځېدو او د پيسو صندوق ته په اشاره وویل: «کله چې موږ له دوی څخه پور واخلو، نو ډېری وختونه د دوی حتمي شرط دا وي، چې دوی بايد د هېواد د اقتصاد او مالي سرچينو په مديريت کې ونډه ولري».

مهاتير د پيسو له نړيوال صندوقه بې پروا د ماليزيا مالي بحران اداره کړ او وتوانېد چې وروسته له هغه چې ماليزيا د يوه عادي اقتصاد لرونکی هېواد و او پر کرنه او د ربړ (ربړي بوټو) پر ډګر يې تکيه وه، پر ستر اقتصادي هېواد يې بدل کړ. مهاتير په دې هر څه کې د پيسو د صندوق ويجاړوونکو نصيحتونو ته له غوږ نيوو پرته بريالی شو، نو ايا څوک پند اخلي؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د