
ولايتي شورا: د سرپل سنچارک ولسوالۍ سقوط ته نژدې شوې
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د سرپل د ولايتي شوار وايي چې ددې ولايت سنچارک ولسوالۍ باندې طالبانو بريدونه تيز کړي دی او سقوط ته يې نژدې کړې ده.
د سرپل ولايتي شورا غړي اسدالله خرم رسنيو ته ويلي دي چې طالبان د سنچارک ولسوالۍ دوه کيلو مترۍ ته رسېدلي دي او لاهم پرمخ روان دي چې د ولسوالۍ د سقوط انديښنې يې زياتې کړي دي.
خرم ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د سنچارک ولسوالۍ يوه ستراتيژيکه پوسته سقوط کړې ده او د ولسوالۍ د مرکز په لور يې پرمختګ کړی دی.
هغه ويلي دي چې طالبانو ټوله ولسوالۍ په خپله ولکه کې اخيستې ده او يواځې د ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ د دولتي ځواکونو په لاس کې ده چې هغه هم له سخت امنيتي تهديد سره مخ دي او طالبان يې د نيولو هڅې کوي.
په سنچارک ولسوالۍ کې له تيرو څو ورځو راهيسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې له امله يې څو تنو سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه د تازه پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي خو تيره ورځ يې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی و.