نظــر

په نیمه شپه چاپه

خیرالله شینواری

وخت: د شپې ۱۲ نيمې بجې ،توره تروږمۍ وه، په يوه خټين کور کې معصوم ماشومان، زاره چاودې ښځې او له روزګاره ستړي سړي په خواږه خوب ويده وه، چې يو څو له زرګونه کيلومتره ليرې راغلي د انسانيت او بشردوستۍ په جامه کې د انسانيت او بشريت دښمنان له خپلو کورنيو اجيرانو او جاسوسانو سره د کور بامونو ته وختل او نيم نور يې په کوڅه کې د کور شاوخوا تاو شول، يو دم يوه هيبتناکه چاودنه وشوه، دا د کور ماته ګوډه دروازه وه چې په يوه ميقناطيسي بم والوځول شوه او مخې سره عسکر د سترګو په رپ کې کوټو ته ورسيدل، د “ډونټ موف” او “شور نخورين” نارې شوې، د ماشومانو او ښځو چيغې شوې، هاخوا له کوټې د سړيو ترپا شوه چې ډز ډز يو سپينږيری او يو ځوان مخې سره بې له کومې پوښتنې ويشتل شول، دوه نورو لاسونه د تسليمۍ په پار پورته ونيول چې ظالم عسکر دوی هم ونه ولي، امريکايي عسکرو امر وکړ چې لاسونه او سترګې يې وتړۍ، پېغلې خورکۍ چې خپل ځوان ورور  يې په انګړ کې غځېدلی وليد نو منډې يې کړې او په چيغو يې ځان د ځلمي ورور په سينه ور خښ کړ وخخخ لالا دا ظالمان څوک دي ته د چا کور ته ورغلی وې، تا چا سره زياتی کړیوه، تا د چا ځوی او پلار وژلی وه چې نن پدې حال راته پروت يې، بلخوا ته ماشومان وه چې د وا دادا او وه حاجي بابا نارې يې وهلې او په چيغو چيغو يې ژړل، عسکر راغی د خپل ورور په ګريوان کې ورخښه خورکۍ د ټوپک په ميل ووهله او له ويښتو يې کش کړه، هغې نارې کړې زما ورور پورته کړئ لا ژوندی دی ولې داسې ظلم کوئ، نورو عسکرو د کور انګړ او کوټو کې تالاشي کوله چې هاخوا په ګودام کې يې د ځمکې کوټ يا امونيم ناټريټ بوجۍ وليده، هممم بس دا د ماينونو لپاره کاروي، هلۍ پدې دوه تنو نارينه وو خولۍ کش کړئ، ښځو چيغې کړې چې دا خو مو د پټيو سره يا کيمياوي کوټ دی، مونږ دهقاني لرو، پردۍ ځمکې کرو د خدای روی دی ولې داسې ظلم کوئ، او د عسکرو مخکې ودرېدې، ظالمو يرغلګرو لاس او سترګې تړلي سړي د طيارې په لور روان کړل چې ښځو يې ممانعت کاوه دوی بېرحمو ښځې هم له ويښتو ونيولې او کش يې کړې، د يوې ښځې غيږ کې د ۸ مياشتو شيرخوره ماشوم وه دا يې ترې واخيست او ايسته يې د هغو نورو ماشومانو په لور ګوزار کړ، ښځې يې له ويښتو کشولې چې هغوی نيالګيو ته لاس واچاوه، ويښته يې بوټ بوټ د عسکرو په لاس پاتې شول خو ظالمو نه پرېښودې، غبرګو عسکرو له لاس او پښو کش کړې او نيالګي له بيخه راووتل، بيرون په پټيو کې د معصومو ښځو پړوني په څښېدو څښېدو پاتې شول او طيارو ته يې له سړيو سره پورته کړې.

سبا نه په رسنيو کې چا ددې کربلا کيسه وکړه او هم حکومت کې کوم چارواکي څه غبرګون وښود، د سيمې خلک راووتل، شور او غوغا يې جوړه کړه چې زمونږ عزت ته په سپکه کتل شوي، په فيسبوک کې يو څو با احساسه ځوانانو ددوی غږ پورته کړ، ددوی عزت يې د ټول افغانستان عزت وباله، ددوی سپکاوی يې د ځان سپکاوی وګاڼه، ددوی ناموس ته يې د خپل ناموس په سترګه وکتل او خپل ايماني او وجداني مسؤليت يې تر خپله وسه اداء کړ، خو يوه ډله نورو بې ضميره او بېوجدانو پدې معصومو ښځو د القاعده او نورو نورو ټاپې ولګولې او دې جنايت ته يې رنګارنګ توجيهات لټول خو بله ورځ د خلکو له اعتراصونو او شور ماشور وروسته والي صيب وويل د غلطو معلوماتو په اساس د وهل شوې چاپې له امله له متضررې کورنۍ بښنه غواړو او په راتلونکې کې به دداسې پېښو مخنيوی کوو.

زما بخمل ګيډۍ ګيډۍ زلفې فيرنګ وويستې

چې عجب خان راځي راځي زه به سرتوره يمه

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صدیق
میلمه
صدیق

الله مولانا و لا مولا لهم
قتلانا فی الجنه و قتلاهم فی النار

Back to top button
Close
Close