چمپینز لیګ: لیورپول او ټوټنهام لوبډلو خپل سیالان مات کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال کواټر فاینل سیالیو کې تېره شپه دوه په زړه پورې لوبې ترسره شوې چې په کې لیورپول خپل سیال لوبډله پورټو او ټوټنهام خپله سیال لوبډله مانچسټر سیټي ته ماتې ورکړه.

په دغه کواټر فاینل سیالیو کې لیورپول په دوه-صفر، او ټوټنهام په یو-صفر خپل سیالان مات کړل او نیمه پایلوبې ته لار موندنې لپاره یو قدم نږدې شول.

دغه سیالۍ تېره شپه په ۱۱:۳۰ بجې پېل شوې، لیورپول لوبډلې په پنځمه دقیقه کې د نبي کیټا په توپ لومړی ګول وواهه، دویم ګول روبرټو فرمینو په ۲۶مه دقیقه کې وواهه چې تر پایه پاتې شول او په ۲-۰ لیورپول بریا خپله کړه.

په دویمه سیالۍ کې چې په همدغې وخت پېل شوې وه په زړه پورې لوبه ترسره شوه، په ۱۳مه دقیقه کې د مانچسټر سیټي مخکښ ارجنټایني لوبغاړي سرجیو اګویرو پینالټي شاټ میس کړ، چې وروسته د یو شمېر حملو څخه چې د دواړو لوبډلو لخوا ترسره شوې د لوبې په وروستۍ کې د ټوټنهام لوبډلې کوریایي لوبغاړي سان هیونګ مین په ۷۸مه دقیقه کې ګول وواهه، او مانچسټر سیټي یې په ۱-۰ مات کړ.

یادې څلور لوبډلې به د کواټر فاینل دویم پړاو سیالۍ په ۱۷مه نېټه ترسره کوي، چې د هرې لوبډلې په وړاندې والي او د اګریګیټ قانون له مخې به نیمه پایلوبې ته لار مومي.

د اروپا اتلانو لیګ په کواټر فاینل سیالیو کې به دوه نورې لوبې نن شپه په ۱۱:۳۰ بجې د برسلونا او مانچسټر یونیټډ، ایاکس او یوونتوس لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دغه لوبې به د یاد پړاو تر ټولو په زړه پورې لوبې وي چې په یوه لوبه کې به لیونل میسي او په بله لوبه کې به کریسټیانو رونالډو هم وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د