افغانستانخبرونه

عمران خان: وسلوالې ډلې له منځه وړو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، نور به وسلوالو ډلو ته اجازه ورنکړو څو زموږ هیواد د خپلو فعالیتونو د مرکز په توګه وکاروي.

دغه څرګندونې عمران خان له بهرنیو خبریالانو سره په «اسلام اباد» کې وکړې، نوموړي وویل « زموږ حکومت داسې څه کړی چې تر دې وړاندې نه وو شوي، موږ ۳۰۰۰ مدرسې د حکومت تر کنټرول او څارنې لاندې راوستلې».

خان زیاته کړه « نور وسلوالو ملېشو ته اجازه نه ورکوو څو زموږ د هیواد دننه واوسي، دا کار موږ د خپلو ګټو لپاره کوو، زموږ په خاوره کې نور جهاد یانو ته ځای نشته».

د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې «که ای اېس ای د جهادي ډلو په له منځه وړلو کې ستاسو مخالفت وکړي عکس العمل به مو څه وي» خان وویل ، زموږ حکومت د ای ای ایس او فوځ له بشپړ ملاتړ برخمن دی، ای اېس ای نور هغه ډلو ته څه اړتیا لري چې د افغانستان د جهاد لپاره جوړې شوې وي».

یاده دې وي چې؛ عمران خان داسې مهال د «وسلوالو ډلو» په وړاندې د ګام اخستلو ادعا کوي چې؛ له وسلوالو ډلو سره د ملاتړ په تور یې د هیواد اقتصاد تر بل هر وخت لوېدلی او پولي واحد یې د تاریخ تر ټولو ټيټه کچه ارزښت تجربه کوي.

په دې سربېره پاکستان د «ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې» له لوري په «خړ لست» کې شامل شوی چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله په یوه کال کې د یاد لست له امله ورته «لس میلیارده» ډالر زیان اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ په خیر.
د خان صاحب دا یو نیک اقدام دی.خو خان صاحب دا اعلان ځکه وکړ.چه هند غواړی په پاکستان بریدونه وکړی.
د افغانستان وسلوالی ډلی چه پاکستان کی دی لکه د کویټه شورا او پښاور شورا ته هیڅ کومه خطره نشته .او نه به وی.پاکستان به تر قیامته پوری د افغانستان ضد وسلوال ساتی.د ا هسی د خولی خبری دی.د هند بریدونو سره په پاکستان فشار زیاتیدلی شی .نو راځی چه وویو چه….جایی هند.

مجاهد

روس، امریکا، انګریزانو ،اسراییلو او نورو ته که ( جای امریکا … ) ویل کیږی هند ته (( جای هند )) ولی ونه ویلی شی ډير عالی نظر دی

انجینر بختور منګل

ستړی مه شی.
پاکستان هر د پیسو لپاره کوی.نه د اسلام لپاره.او نه د الله ج لپاره.ښکاره ثبوت یی،
په برما حکومت یی وسلی وپلورلی.او برما حکومت د پاکستان په وسلو روهینګا مسلمانان ټول قتل کړل،د
د برما فوځ د پاکستان په اسلحو اوس هم ښه سنبال دی.او روهینګا مسلمانانو وژل.لوټل،شړل تر اوسه هم داوام لری.
لږ سوچ پکار دی ،نور باید سوله راشی،دا جنګ .دا فساد باید ورک شی

هارون

که څه هم عمران خان غواړي وسلوالې مذهبي ډلې بې وسلې او فعالیتونه یې ختم کړي، خو ای اس ای به په اسانۍ سره داسې څه ونکړي چې د څلوېښتو کلونو روزل شوې ډلې ټپلې له مخې لرې کړي.دوی به د نړېوال فشار د کمولو لپاره څه نا څه کړنې تر سره کړي. د ایران نه وروسته اوس وار د تورمخي پوځ دی چې د ترخګرو په نوملړ کې شامل شي. درناوي

الحاج استاذ بیانزی

کله جه می د دجال د فتنی نوم واورید، یعنی خلکو به ویل چه دجال په تندی به ( ک ف ر ) لیکل شوی او او …. پلویانو ته به دجالی جنتونه او دشمنانو ته به دحالی دوزخونه ورکوی. ما به له ځانه سره سوچ کولو چه د دجال پلویان به د دجال د مخکی له مخکی ټولو نښو نښانی خو پریږده دغه چه به تندی یی کفر په شکاره [[ کفر ]] لیکل شوی دی ته به هم نه ګوری او په ډالرو پسی به یی ځغلی او هر دول تاویلات به جوړوی ؟ مګر مونږ فکر کولو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x