هغه ناسم عادتونه چې غاښونه مو له منځه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۸ل): غاښونه د انسان په بدن کې یو له مهم غړو څخه دي چې د یو شمېر لاملونو له کبله کمزورې کیږي، د غاښونو ناوړه عادت دادی چې له کمزورتیا وروسته خپله سم حالت ته نه راګرځي، نو په دې اړه باید له هغو ناسم عادتو ځان وژغورل شي چې غاښونه له منځه وړي.

هغه ناسم عادتونه چې غاښونه مو له منځه وړي:

د غاښونو جنګول او د ژامو بریښ

ځینې مهال د سر دردۍ له کبله ژامې هم بریښي چې د شپې خوب پرمهال انسان خپل پورتني غاښونه له لاندیني هغو سره جنګوي، د غاښونو جنګول پرته له درد کولو ددې د خرابۍ او نري کیدو ترڅنګ آن د ژامې بڼې بدلیدلو لامل هم کیږي.

ددې ستونزې نه د خلاصون لپاره د غاښونو ډاکټر ته ورتګ حتمي دی، چې یا خو محافظتي غاښونه او یا پوخ واچوي تر څو اصلي لاملونه له ستونزو وژغورل شي.

خواږه خوړل

خواږه خوړل پر غاښونو بد اغیز کوي، دا د غاښونو یو ستر دښمن ګڼل کیږي، خو له بل پلوه د خوږو خوړو څخه ځان ژغورل هم ناشونې دي، ددې بد اغیز څخه د ژغورلو لپاره له خوږو خوړلو وروسته په پاکو اوبو خوله پریمنځئ.

ورزش غاښونو زیانمنوي

په دې خبرې اوریدلو سره یو ډول تناقض دا رامنځته کیږي چې له یوې مخې ورزش د بې شمېره ناروغیو د مخنیوي لپاره کیږي خو په دې څوک نه دي پوه چې له بل پلوه ورزش غاښونو ته زیان رسوي، لامل یې په خوله کې د لعابو یا لاړو وچوالی دی، لاړې د غاښونو روغتیا لپاره اړینې دي ځکه چې په دې کې داسې مواد موندل کیږي چې غاښونه تغذیه کوي او د غاښونو ضد ماده په خوله کې له منځه وړي.

د نوکانو خوړل

له یوه اړخه د نوکانو خوړل یو ناوړه عادت دی، ځکه چې ددې له کبله خولې ته باکتریاوې ځي او په عین حال کې نوکانو او غاښونو ته زیان هم رسوي، پوهان ددې ناوړه عادت نه چې د اوږدې مودې لپاره غاښونو ته زیان رسوي- د خلاصون مشوره ورکوي.

له غاښونو د آلې په ډول کار اخیستل

په غاښونو د بادام یا چارمغز ماتول، د ګازي څښاک بوتل سر پرانیستل، د جامو څيري کول او یا همداسې د یوې آلې په ډول کار ترې اخیستل په بشپړه توګه غاښونه له منځه وړي، دغه کار که څه هم هغه مهال زیان ونه رسوي خو د وخت په تیریدو غاښونه ماتوي او یا هم چینجنوي.

په ناسم ډول غاښونه برس کول

ځینې مهال یو کس هره ورځ په کریم غاښونه برس کوي خو طریقه یې ناسمه وي، د غاښونو روغتیا پوهان وایي چې هره ورځ باید دوه واره په کریم غاښونه د دوه دقیقو لپاره برس شي، ددې لپاره دې غوره کریم، نرم او نرۍ خولې لرونکی برس استعمال شي.

همدا ډول سګریټ یا نور نشیي توکي استعمالول، په غاښونو کې ډکي وهل، انرژي څښاک څښل، ګوتې ژوول (دغه عادت اکثره کوچنیانو کې وي) او د سپینولو لپاره غاښونه له اندازې زیات برس کول هم د غاښونو د له منځه تلو لامل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د