
افغانستان
کندهار کې د اردو چورلکه او هلمند کې د امریکا بې پیلوټه الوتکه غورځېدلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د کندهار چارواکي وايي، د ملي اردو یوه چورلکه نن سهار مهال هوايي ډګر کې د ننه غورځېدلې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، چې پېښه کې دوه پیلوټان ټپیان شوي او په وینا يې چورلکه د تمریناتي الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې.
دفاع وزارت د هم پېښې تایید کړی او زیاتوي چې دا «MD-530» ډوله چورلکه نن سهار مهال د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
طالبانو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو هلمند کې يې د یوې الوتکې د غورځولو خبر ورکړی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي لیکلي چې د دوی سرتېرو یوه بې دوه پنځوس الوتکه غورځولې، خو د ناټو د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر ویلي، د دوی یوه بې پیلوټه الوتکه هلمند کې غورځېدلې ده.