غزني چارواکي: طالبانو ښځې وړې؛ طالبان وايي داسې «پست کار» نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د غزني ځايي چارواکي وايي، د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه مېرمنې د طالب وسله‌والو له لوري له موټره ښکته کړل شوي دي.

طالبان وايي، دوی دا ډول «پست کار» نه کوي او حکومت د هلمند د پېښې په تړاو د ذهنیتونو د ګډوډولو هڅه کوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري دعوه کړې چې قره باغ کې د ابو عتیق په نوم طالب قومندان له ۴۰۴ډوله موټر نه دوه مېرمنې ښکته کړې او له ځان سره يې وړې دي.

Arif-Nori

د غزني د والي ویاند؛ عارف نوري

طالبانو په خپاره کړي غبرګون کې ویلي: «مجاهدین هیڅکله داسې پست او له انساني او اسلامي پولو ور اخوا عمل نه ترسره کوي.»

ښاغلي ذبیح الله مجاهد پر ټویټر خپاره کړي بیان کې لیکلي، په غزني کې هیڅ دا ډول پېښه نه ده رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې: «غلام او وارخطا دښمن د دا ډول کاذبو او ناسنجېده ادعاوو په خپرولو سره هڅه کوي، تر څو په هلمند کې د دوی او بادارانو له لوري په ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو باندي ترسره شوی جنایت پټ او د عامو خلکو اذهان مغشوش کړي.»

د روانې اوونۍ په پیل کې د هلمند په نادعلي کې ګډو ځواکونو د ډاکټر اسد په نوم د یو تن په کور چاپه ووهله، چې د هغه، یو تن ماشوم او یوې مېرمنې له وژلو وروسته يې دوه مېرمنې له ځانو سره وړې دي.

که څه هم دولت ته منسوبو ټولنیزو پاڼو دا مېرمنې د بهرنیو اسلامي جنګیالیو اړوند وبللې، خو د ډاکټر اسد ورور، د مېرمنو پلار او ماما له رسنیو سره ویډيويي مرکو کې د تذکرو په ښوودلو ویلي، چې اصلاً د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي او له کلونو راهیسې هلمند کې ژوند کوي.

دلته يې لیدلی شئ!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د