د بګرام برید، نیویارک کې امریکايي بیرغ نیم ځوړند کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د امریکايي رسنیو په حواله بګرام کې د وړمې ورځې برید په مناسبت د امریکا په نیویارک ښار کې د امریکا بیرغ نیم ځوړند شو.

وړمه ورځ مازیګر مهال طالبانو د موټر بم برید په وسیله د بګرام هوايي اډې درېیمه دروازه کې د امریکايي ځواکونو قطار په نښه کړ، چې درنه مرګ‌ژوبله يې ور واړوله.

د نیویارک ښاروال دې برید کې د وژل شویو عسکرو د احترام په خاطر د یوې ورځې لپاره د بیرغ د نیم ځوړند کېدو امر وکړ.

طالبانو وویل، دې برید کې يې شپږ امریکايي عسکر وژلي او څلور نور ټپيان دي، خو دلته مېشتو بهرنیانو وویل چې درې تنه يې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د امریکايي رسنیو په حواله وژل شویو کې داسې کسان هم شته، چې څو کلنه تجربه يې لرله او د پنټاګون لپاره یوه «لویه ضایعه» ده.Amirecan-flag

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او وژل شوي امریکایان يې «اتلان» یاد کړل.

اجراییه رییس د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي ښوودلی او دا برید يې د دوی او امریکایانو د ګډ «دښمن» کار وباله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا څوک دی چی د زمانی د فرعون(امريکا) بيرغ د دوی په هيواد کی نيم ځوړند کړی ، په چا کی دا ايمان او غيرت شته چی و دی مستکبرو ته ووايی چی په زوره دی شړم ، دا کوم زور دی چی د نړی ټوله ګبر يی کمزوره کړی ، د دوی مال ، وسله او عسکر څومره دی ….. ؟
که دا ټوله وشميرل شي د دښمن په مقابل کي خو دا هيڅ هم ندی نو دوی پرمخ ولی روان دی ، د حيرانی خبره ده ، خو هغه خامخا په پوهيږی چی پوه کړی شوی وی .