هندوستان یوځل بیا دڅو دترهګرو نمونه پاکستان ته وړاندي کړل

هغه جدول چي دهندوستان له خوا څخه وپاکستان ته وړاندي شوی دي په هغوي کي یوهم چي هندوستان ډیر ورڅخه په ویره کي دي داود ابراهیم ده، داود ابراهیم د ډي په نامه سره دیوه شرکت مشردي او دهندوستان په لوي ښار ممبئی کي ورباندي د ۱۹۹۳کال دبریدونو دطرحه کونکي تور ورباندي لګیدلی دي، هندوستان په څوځلي پرپاکستان باندي تورلګولی دي چی داود ابراهیم په پاکستان کي دي او دپاکستان دڅارګري اداري یوه لوړ رتبه چارواکی ورته پټ ځای ورکړی دي، خو پاکستان بیا د داود ابراهیم په پاکستان کی اوسیدل ردوي.
دسفارتي ذرائعو له مخي دهندوستان له لوري وپاکستان ته وړاندي شوی جدول کي، دنورو ترهګرو نومان په لاندي ډول دي.
داود ابراهیم، د داود ابراهیم نژدي ملګري ټائګرمیمن، چهوټا شکیل، ایوب میمن اوعبدالرزاق اوهمدارنګه هغه ترهګر چي دهندوستان دالوتکي په تیښتولو کی یی لاس درلود، ابراهیم اطهر، ظهور، ابراهیم ستري، شاهداختر، اظهریوسف، دجیش محمد دډلي مشر مولنا مسعور اظهر، دجماعت دعوه دډلي مشر حافظ محمد سعید، دحزب المجاهدین دډلی امیر سید صلاح الدین شامل دی،
هندوستان له پاکستان څخه غوښتي دی چي دغه ټول کسان ونیسي اودهندوستان هیواد ته دی وسفاري.
تیره ورځ دهندوستان حکومت په ډاګه کړه چي دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دپاکستان په خاوره کي په ښکاره ځاي کي اوسیدل داښیی چي دترهګرو اصلي ځالي په پاکستان کي دي اودپاکستان په حکومت کي دځینو لوړرتبه چارواکو له سرپرستي څخه برخمن دي، اوحتی دهندوستان دوسلوالو ځواکونو لوی درستیز تیره ورځ په ډیره سپین سترګي سره خبرور کړ، نوموړي زیاته کړه دهندوستان حکومت هم دامریکایانو په څیر دپاکستان په خاوره کي دننه عملیات کولی شی اوزمونږ ځمکني، هوایی اوسمندری ځواکونه ټول په اسانی سره کولای شی ترڅو دارنګه عملیات په اساني سره په مخ بوزي
بخت الرحمن بخت ……………..نن ټکی اسیا