
د نوماندانو ګډه شورا د اشرف غني د واکمنۍ پر پای هوکړې ته رسېدلې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د اتلسو نوماندانو له ډلې دیارلس يې په یوه ګډه شورا کې را ټول شوي، چې تازه يې پر دې هوکړه کړې، د غبرګولي «جوزا» له لومړۍ وروسته د اشرف غني واک پای ته رسېږي.
د دې شورا غړي وايي، د اساسي قانون د ۶۱مې مادې د دویم بند پر اساس د غبرګولي میاشتې له لومړۍ وروسته د اشرف غني واک پای ته رسېږي او باید په ۶۰-۳۰ ورځو کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.
دا چې حکومت نهشي کولی په یاده موده کې ټاکنې وکړي، نو د واک تشه به څنګه ډکېږي، په اړه يې د حنیف اتمر د ډلې ویاند محمد واعظي وايي، باید سرپرسته اداره رامنځته شي.
هشتصبح؛ د هغه له خولې لیکي چې دا مؤقته اداره به د سولې او ټاکنو پروسې مدیریت کوي او باید شته نظام وساتي.
د ګلبدین حکمتیار د ډلې ویاند بیا د راتلونکې سرپرستۍ لپاره د ولسي جرګې مشر «مناسب کس» بولي.
محمد عارف کیاني وايي، د ولسي جرګې مشر باید ټول واک په لاس کې واخلي، خو د چارو د څار او د راتلونکي ولسمشر تر راتګه پورې باید یوه کمېټه هم جوړه کړي.
محمد اشرف غني پنځه کاله وړاندې له عبدالله عبدالله سره د امریکا سفارت کې د ننه د حامد کرزي او د امریکا د وخت د سفیر جیمز کننګهم په شاهدۍ د دوو کلونو لپاره قراراداد وکړ.
دا واک هغه وخت وغځول شو، چې د دوه کاله تر پوره کېدو وړاندې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته راغی او د دوی د واک موده يې د شوي قرارداد خلاف درې کاله نوره وغځوله.
تر اوسه سپېدار او ګلخانې ماڼیو د واک د پای ته رسېدو په دې اړه څه نه دي ویلي.