ارشيف انځور

فراه کې نهه پوليس طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په مرکز فراه ښار کې نهه پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.

د فراه امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب نن له غرمې وروسته رسنيو ته وويل چې د فراه ښار د پنځمې حوزې اړوند نهه تنه پوليس تيره شپه طالبانو ته تسليم شوي دي.

د فراه د ولايتي شورا غړي داد الله قانع هم طالبانو د پوليسو تسليمېدل تائيد کړي دي خو هغه يې شمير ۱۲ تنه ښودلي دي.

قانع وايي چې ياد عسکر له جګړې پرته طالبانو ته تسليم شوي دي او خپلې وسلې او مهمات يې هم له ځان سره طالبانو ته وړي دي.

ويل کيږي چې په تسليم شويو پوليسو کې د فراه د امنيه قومندان ساتونکي هم شامل دي خو امنيه قومندانۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له ليکو څخه ګڼ شمير سرتيري له طالبانو سره يو ځای کيږي چې لامل يې د طالبانو د جګړه ييزو فعاليتونو زياتوالی او له عسکرو سره د لوړ پوړو چارواکو ناوړه چلند ښودل شوی دی.

نږدې يوه مياشت وړاندې په فراه ولايت کې يو تن عسکر وروسته له هغه طالبانو ته ورغلی و چې خپل دولتي قومندان ته يې د خپلې ناروغۍ د تداوۍ ويلي وو خو هغه يې درملنه نه وه کړې.

طالبانو د ياد عسکر تداوي کړې وه او له هغه وروسته يې کور ته د رخصتۍ پر مهال د جيب خرچ او کرايه هم ورکړې وه.
د فراه د تازه تسليم شويو عسکرو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

بل لور ته تيره ورځ د غزني ولايت مرکز اړوند زرګرو سيمه کې هم طالبانو د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې اته تنه پوليس وژل شوي او څلور تنه طالبانو ژوندي نيولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د