عبدالله: له خبرو اترو پرته له جګړې د وتلو بله لار نشته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، له خبرو اترو پرته له جګړې څخه په بله لار نه‌شو وتلی.

هغه له اسوشیټیډ پریس سره خبرو کې ويلي، نه یوازې موږ او طالبان بلکي ټول باید د خبرو اترو په تړاو سره کېنو.

هغه ویلي: «خبرې اترې مهمې دي، نه یوازې افغان حکومت، بلکې ټول باید سره کېنو، افغان حکومت له نورو سیاسي ډلو سره یو ځای له طالبانو سره د هېواد د راتلونکې په اړه باید خبرې وکړو.»

د عبدالله په وینا یوازې د سولې او جګړې خبره نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي مسئله هم ده، چې باید خبرې پرې وشي.

هغه دا هم ويلي، که طالبان له «تاوتریخوالي» لاس واخلي، د سیاسي بهیر غړي کېدلی شي او ټاکنو کې برخه اخیستلی شي.

تر دې وړاندې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و، راتلونکي افغانستان کې به هغه څه تطبقېږي، پر کومو مسائلو چې له طالبانو سره موافقه کېږي.

عبدالله عبدالله د خلکو د استازولۍ پر دعوه ويلي، سوله غواړي، خو «بیا طالباني کېدل نه غواړي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د