هلمند؛ د نیول شويو ښځو غبرګون کې راوتلي لاریونوال

هلمند؛ حکومت نیولې ښځې څوک دي؟ – ويډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د روانې اوونۍ په سر کې د هلمند په باباجي سیمه کې ګډو ځواکونو د په شپنیو عملیاتو کې پر ملکي وګړو چاپه ووهله او دوه مېرمنې يې ژوندۍ له ځان سره یووړې.

خواله رسنیو کې دې پېښې خورا توند غبرګونونه را وپارول او دولت يې پر «ناموسونو پر برید» تورن کړ.

خو د دې تر څنګ دولت پلوه ټولنیزو پاڼو، پر ټویټر او فیسبوک‌پاڼو نیول شوې ښځې له بهرنیو جنګیالیو سره یو ځای بللې او په زغرده يې پر ملکي وګړو تېری «بریالي شپنیز عملیات بللي.»

تر پېښې نږدې اوونۍ اوړي او د سیمې اوسېدونکو دوه ورځې پرلپسې لاریونونه وکړل، خو دولتي مشران لا هم چوپه خوله دي.

نیول شوې ښځې څوک دي؟

ګډو ځواکونو پر ملکي کورونو او یو روغتیايي مرکز برید وکړ، چې د ډاکټر اسد په نوم د یو تن کور يې تخریب، هغه او یو ماشوم يې ووژل او د کور دوه مېرمنې يې ژوندۍ یووړلې.

د وړل شوې یوې مېرمنې لور وايي، «موږ مور غواړو، زموږ مور يې یووړه، پلار مې يې راوویشتی!»

په یوه بله ویډیو کې چې نن ټکی اسیا ته رسېدلې، د یوې وړل شوې مېرمنې لېور «د ډاکټر اسد ورور»، د هغې پلار او ماما خبرې کوي.

دوی وايي چې اصلاً د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د شش کلا اوسېدونکي دي، خو په وینا يې له کلونو راهیسې هلمند کې ژوند کوي.

د ډاکټر اسد ورور، د کیمرې مخې ته خپله تذکره او د انسټیټوټ کارت نیسي او وايي، ورور او وراره يې وژل شوي، ورېره او ورېندار يې ژوندي وړي دي.

هغه وايي: «ورېره مې نوریه نومېږي، د هغې بلې دا پلار دی، هغه يې ماما دی!»

دوی هغه اوازې چې ګواکې دلته بهرني جنګیالي مېشت و، یا هم دا ښځې بهرنۍ جنګیالۍ دي، بې اساسه بولي او په وینا يې «دلته نه ترهګر و، نه القاعده و، نه طالب و، نه بل شی.»

نه یوازې ارګ؛ بلکې پخپله د هلمند ځايي چارواکي لا هم د دې پېښې په اړه پټه خوله دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جلال
میلمه
جلال

یا الله مدد.