ورزش

محمد نبي: خوښ یم چې کرېکټ بورډ له اصغر افغان سره ستونزې حل کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي ویلي چې خوښ دی د کرېکټ بورډ عمومي رییس د ستونزو د حل په موخه له پخواني لوبډلمشر اصغر افغان سره لیدلي دي.

محمد نبي تېره اوونۍ د افغان کرېکټ بورډ پر هغه پریکړه چې اصغر افغان یې له لوبډلمشرۍ ګوښه کړی و او پرځای یې ګلبدین نائب ټاکلی و- پر ټولنیزو رسنیو ناخوښي ښودلې وه او دا یې پرځای پریکړه نه وه ګڼلې.

خو اوس محمد نبي د ټولنیزو رسنیو له لارې یو وار بیا ټویټ کړی او د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي او اصغر افغان پر لیدلو یې خوښي ښودلې.

نوموړي لیکلي: «د افغان کرېکټ بورډ نه خوښ یم چې د اصغر افغان سره په لیدلو یې شته غلط فهمي او ستونزې حل کړي، افغان لوبډله به د یو ځان په څېر په ځانګړي ډول په نړیوال جام کې- لوبیږي».

تېره اوونۍ افغان کرېکټ بورډ پریکړه وکړه چې د راتلونکي نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر وټاکي، په دې لړ کې یې ګلبدین نائب لوبډلمشر او راشد خان مرستیال مشر وټاکه، چې په دغه پریکړه محمد نبي او راشد خان د ټولنیزو رسنیو «ټویټر» له لارې ناخوښي وښودله.

ددوی دغه کار په خواله رسنیو او نورو مبصرینو له لارې په پراخه کچه وغندل شو او دا یې د افغان کرېکټ بورډ حیثیت لپاره د زیان په معنا وباله.

په دې لړ کې اصغر افغان هم د یادې پېښې څخه ناخوښ ښکاریده او له لوبډلې سره یوځای د سویلي افریقا هېواد ته د تمریناتو لپاره لاړ نه، ځینو راپورونو ویلي وو چې نوموړی نه غواړي له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

له هغه وروسته د افغان کرېکټ بورډ مشر ښاغلي فضلي د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې د هیڅ یو لوبغاړي سره ستونزه نه لري، هر یو به په خپله وړتیا لوبډله کې ګډون کوي، ټول کړي کارونه یې د لوبډلې د ګټې لپاره دي، نوموړي د نبي او راشد په اړه وویل چې سم کار یې نه دی کړی خو د مصالحت لپاره ځينې مهال لوبغاړو ته د سزا ورکولو څخه تیریږي.

تېره ورځ د همدغې ستونزو او غلط فهمیانو لرې کولو لپاره چې اصغر افغان د کرېکټ بورډ په پریکړه ناخوښ دی، د کرېکټ بورډ مشر له اصغر افغان سره ولیدل، دوی د لوبډلې د ستونزو په حل کولو خبرې وکړې.

په دغه لیدنه محمد نبي هم خوښي وښودله، نوموړي دا هم وښودله چې د شوې پریکړې څخه راضي شوی او پرته له کومې ستونزې به د لوبډلې سره یوځای کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hazrat arman

1khan1

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx