افغانستانخبرونهنړۍ

پمپیو: افغان حکومت به د «سولې پروسه» کې مهم ځای ولري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ ګډ حکومت  به د سولې پروسه کې اړین ځای ولري او په نشتون کې به یې هیڅ ډول معامله نه کېږي.

پمپیو دغه څرګندونې نن د امریکا په کانګرس کې وروسته تر هغه وکړې چې دکانګرس غړو د سولې د روانې پروسې په تړاو «زلمی خلیلزاد»د وضاحت ورکولو لپاره وروغوښت.

کله چې د امریکا د کانګریس یوه غړي «لیندسي ګراهام» وپوښتل ایا افغان حکومت د سولې د روانې پروسې برخه دی؟ پمپیو یې په جواب کې وویل « زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغان حکومت به د یادې پروسې مهم ګډونوال وي او هر ډول پریکړه به د هغوی په وړاندې کېږي».

یاده دې وی چې؛ پمپیو داسې مهال د امریکا کانګرس ته د سولې په خبرو کې د ګډ حکومت د ورګډولو ډاډ ورکوي چې تر دې مهاله ګډ حکومت د سولې په روانو مذاکراتو کې په بشپړ ډول منزوی شوی او د ځینو سرچینو په وینا؛ د طالبانو او امریکا تر منځ د شوو خبرو په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

ګډ حکومت له ګوښه شوي حالت څخه د ځان ایستلو او د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو او حکومت تر منځ د پرتو کنګلونو د ماتولو په موخه هڅې پیل کړې او په دې لړ کې یې «پخلاینې رهبري شورا» تر نامه لاندې نوې ډله هم جوړه کړې،  ګډ حکومت  تمه لري چې طالبان به د یادې شورا له غړو سره د  قطر په بین الافغاني ناسته کې د یو رسمي ادرس په حیث خبرې وکړي؛ مګر طالبانو وار له مخه په یاده غونډه کې د «ادرسونو» د استازو ګډون رد کړی او شریکېدونکي نظرونه یې «شخصي» بللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

دهلمند ناورین ته

حکیم الله حکیمي

هغه درنه وه په بازارکې یې چکرنه واهه
دکورپه بام یې دهوا مارغه هم پَر،نه واهــه

دکورسنګرخودې ترې ونیو خدای دې وشرموه
خوچي سرتوره دې وړه ولې دې ترې سرنه واهه

دښمنه ته یې هم والله که دومره سپک بللې
ددې ناوړه چلند رأی به یې اکثر نه واهــه

چابه یې سترګې راایستلې وې په بدوکتو
دکلي خلکو به هغې خواته نظر نه واهـــــه

حکیمي ډېربه بې غیرته یې بې ننګه به یې
که غچ دې نه اخیست غلیم دې په خنجر نه واهه
بښنه غواړم داخو درسره نشرکړۍ

جميل

پمپيو ! ته هم ډير احمق ښکاری تاسو شکست خوړلی او په تيښته ياست د خپلو وحشی بګيلو حراميانو غم دی کوه چی غازيان نور در مردار نکړی او پر خپل هغه مال پام کوه چی ايمان مو پر راوړی ، دا بيغرته او خاين غلامان دی پر لويه لار خوشی کړه څوک ئی نه درسره منی ، هغه چی د خپل ولس او هيواد سره جفا کوی تاسوته به څه وفا وکړی .
څومره چی ژر وزی هغومره مو په ګټه ده .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x