
هندۍ ډمه او زموږ لیوال صاحب
زخمي افغان
هلمند کې امریکایانو له کورونو ښځې تښتولې، په وطن او اولس کوچنی قیامت برپا شوی دی، هره خوا فریاد، احتجاج، ګواښونه، ښکنځلې، پیغورونه او د لیونتوب تر حده ملي غضب څپي وهي. له خلکو ځانونه هېر دي او له هلمنده تښتول شوې درنې پښتنې یې په ذهن او فکر کې دي. په همدې ورځ یوې هندۍ ډمې پریټي زنټا له یوه افغان کرکټ لوبغاړي مجیب ځدراڼ سره لنډې خبرې کړې. عبدالغفور لیوال چې ځان د ده په خبره د افغان رنسانس مفکر، شاعر، فیلسوف او وطنپال سیاستپال بولي د دې په ځای چې د هلمند مظلومې ښځې یې د غیرت رګ وښوروي، هندۍ ډمې یې د شهوت رګ تحریک کړی او د غم په ورځ یې هنډۍ ډمې ته اوړه تمام شوي دي.
دلته درته د لیوال صاحب او د هغه د پيروانو د پرون ورځې فیسبوکي نشرات مخې ته ږدم او بیا قضاوت تاسو او تاریخ ته پریږدم چې زموږ قلمي ګوډاګیان تر کومه حده د پردیتوب، بې حسۍ، بې غیرتۍ او ډمتوب په ډنډ کې غوټې وهي او د ناموسي فاجعې په ورځ دوی په کومو شهواني خیالونو کې ورک دي.
عبدالغفور لیوال صاحب د بالیووډ د ډمې پریتي زنټا له انځور سره شعر لیکلی چې څو کړۍ یې په دې ډول دي.
پریتي چې وخاندي نو لا ښکلې شي
پریتي (هغې) غوندې ده
پریتي چې خاندي نو غومبوري کې یې کوتی وشي
لکه ګرداو،
لکه د ګل د پاڼو منځ کې سیوری
پریتي کوچۍ شي، کوچیانۍ ښکلا یې وغوړیږي
. . . . .
دا خو د هلمند د غمیزې په ورځ د لیوال له عواطفو او تحت الشعور را بوټیدلي الفاظ دي چې د هندۍ ډمې د حسن کرشمې تشریحوي. د لیوال تر شعر لاندې یې پیروان او مریدان د دې په ځای چې خپل په شهوت کې غرق استاد په هوښ راولي او لږ د هلمند د مظلومو میرمنو درد او کرب ورپه زړه کړي، یوازې یې د لیوال شهواني غرتو ته لاسونه پړکولي او هغه یې شعر بللی. ځینو نورو بیا د لیوال پر چم د پریتي زنټا لوڅ تصویر ته د خریدار په نظر کتلي او خوله یې ورته اوبه شوې ده.
د ازادۍ رادیو خبریال نجیب الله الوخیل، مشهور شاعر عبدالهادي هادي، له کندهاره پارلمان ته ځوان وکیل نثار احمد صالح او ډیرو نورو د لیوال پر پله د پریتي زنټا د لوڅې ښکلا توصیف کړی، خو همدې ښاغلو د هلمند د مظلومو میرمنو په هکله حتی یو حرف هم نه دی لیکلی.
موږ نور له چا سره کار نلرو. خو دا ویل ضرور دي چې په دې بده ورځ تر دې حده بې حسي زموږ په اصطلاح د ( باسواده روشنفکر نما) قشر د پردیتوب او بې ننګۍ ګراف را ښيي.
لیوال صاحب دې د هندۍ ډمو صفتونه کړي وای. خو په بله ورځ، په داسې حال کې چې زما اولس د کافرو وحشیانو لخوا د تښتول شویو درنو تورسرو په ویر ناست دی او د خپل مات شوي حریم په ماتم کوکې وهي. د ویر به دې شیبو کې دغسې بابولالې نه یوازې د اسلام او افغانیت نقض دی بلکې د انساني عاطفي او سړیتوب له چوکاټه هم وتلی کار دی.
لیوال صاحب خو د خپلې مبارزې شعار دا ټاکلی و چې ( انسانم آرزو است) نه پوهیږم دغه کار یې د انسانیت له کوم قاموس او معیار څخه سرچینه اخلي، چې خپلې افغانې خویندې یې د امریکا په زولنو کې پرتې دي خو دی هندۍ ډمې ته دغه دغه کیږي.
نو . . . ګیله مې ځکه وکړه !
لومړی خو کیدای شی لیوال صاحب له قیصی خبر نه وی معذور به یی وبولو، دوهمه خبره ده که خبر وی نو بیا چه اسلامی احساسات ویده وی همداسی کیږی ، دهندی ډمی په توصیف خو غربیان خوښیږی او شاباسی ورکوی خو د هلمندی خویندو په غږ اوچتولو بیا ویریږی چه د القاعدی او طالب په حمایه تورن نه شی!!؟
د چا نه گیله کوی وروره داگرده غلامان دی داد ډالرو لیونیان دی داهغه کسان دی چه دډالرو په وړاندی ایمان نه لری
هغه څوک چي د هلمند په پيښه د غم او د قام د مظلوميت احساس نه کوي هغه نه مسلمان او نه هم افغان دي او که څوک پدغه ورځ مستي کوي نو اول دي دځان سره فکر وکړي که څوک په کشکولو د کوره ستا حوري ښځي بوزي هم به دغسی مستي وکړيي اوکه نه
مطلب دا چي
د پردي حوري تعريف پريږده دخپلي حوري دفاع وکړه
خدایزده دا هایکویی کله ویل ډیره ښکلی ده مکمله یی نشی پیدا کولی؟
په هلمندی خویندو خو ډیر څه ولیکل شول او وویل شول تا لکه چی ندی لیدلی او اوریدل
او بیرته هم خوشی شوی!
ته لا خبر نه یی، علمی شخصیتونو ته سپکاوی ندی پکار، خدای خبر دا سکرینشات دی کله اخیستی؟
لیوال د کرزی او اتمر په شان پرون د روسانو او نن د امریکایانو استعمار ډول او نغارو ته نڅا کوی پرون کمونستان او نن سکولریستان او کاپیتالیستان دی ، پرون د روبل او نن د ډالرو لیوال دی او د مظلوم اولس په حق کی د اشغالګرو سره په ګډه وحشی لیوان دی. هغوی د دالرو د لیوالتیا د پاره د لیوال مشرانو او کمونستانو ورونو د نننو اشغالګرو سره د غلامی هغه تړون هم لاسلیک کړو چه په غلامی سربیره اشغالګرو ته بکی د قضای مصونیت ورکولو مادی هم شتون درلود ، یعنی څه چه اشغلګر کوی دوی… نور لوستل »
هغه څوک چي امريکايي اشغالګر اتلان بولي او په مرداريدو يي خواشيني څرګندوي او د خپلي حوري خور په حال ځان نا خبره بولي (عبدالله عبدالله )دا نه افغانان نه مسلمانان او نه هم انسانان دي دا ټول يوازي ؟؟؟؟؟؟؟
د هلمند خویندی زمونز د اهل چخه دی او مونز پری خپه یو
بس
لیوال خو زمونز د اهل نه ندی
فکر وکری تاسو نشنلیزم ته فعالیت کوی
د نبی علیه السلام تره ابولهب کافر وو خو نبی علیه السلام هیچ وخت نه دی ویلی چی دا زما د اهل چخه دی خو سلمان فارسی رضی الله عنه بیا ایرانی وو او نبی علیه السلام ویل چی زما د اهل چخه دی
اصلاً بله خبره: د خلقت کړۍ ټوله ښکلې ده خصوصاً انسان یو ښکلی مخلوق دی، پر بدرنګه! او معیوب انسان خندېدل په حقیقت کی د صانع پر رسامی او تصویر د خندا په مانا ده چي البته ستره ګناه شمېرل کیږی له بله پلوه د انسان د ښائست او ناښائست معیار د هغه فزیکی بڼه نه بلکه د هغه افکار او عقائد دی بناً د بریتی زنټا ده که څه بلا ده د ښائست ستاینه په حقیقت کی د خپل شخصیت د ټیټوالی ترجمانی کوی.یو شاعر او فرهنګی کس باید دومره ټیټ همت نه اوسی چي د هر ګوزک ظاهری… نور لوستل »
غفور لیوا ته علمی شخصیت ویل د ( علمی شخصیت ) اصطلاح ته توهین او سپکاوی دی یواځی هغوی دا خبره کوی چه د غفور لیوا سره یو شان پرونی کمونست او نننی سکولریست وی. خلیل جان !!!! که ستا د کور دروازی ماتی او دیوالونه وغورځوی ، تا ووژنی او میرمنی دی د څو ورځو او شبو د پاره له ځانه سره بوځی او بچیان دی په ژړا ګانو ، لوږه او تنده کی پریږدی د پلار ګرمی ګرمی وینی او د مور بی وزلی او خارجی او داخلی وحشی لویانو په زولنو کی یووړل شی دا چه څه… نور لوستل »
غ حضرت صاحب ! که خوابدی نه کوی یوه مشوره درکوم او هغه دا چه : دا چه بد لیکی او که ښه لیکی، ستا د عقیدی، دریز او تګلیاری پوری اړه لری مګر مونږ نه بوهیږو چه څه لیکی ( بد لیکی که ښه لیکی ؟ مسایل پیچلی کړی او له اصلی موضع لیری باسی ) یعنی ژویلی ژویلی خبری لیکی. اصلی نظر دی په لمړی دوه دری کرښو کی خلاصه او په ډاګه کوه . انما الاعمال بالنیات . د خلکو اعمال د هغوی په نیتو اندازه او تلل کیږی ، که د یو چا نیت دا وی… نور لوستل »
د نن ټکی آسیا په لوستونکو کی آیا یو معقول او آګاه کس نسته ما وپوهوی چي بیانزی صاحب څه وائي؟ لطفاً راسره مرسته وکی او ددې استاد بیان راته ترجمه کی.قسم دی چي نه پوهېږم ده په پورته تبصره کی څه لیکلی دی.
مونږ ستاسی د تبصرو د پیچلتیا په اړه درته لیکلی او تاسی هڅه کړی چه زمونږ پورتنی تبصره پیچلی وښی او له نورو څخه د لاس اړونی هیله لری. زما د تبصری هره جمله یو ځل بیا په دقت ولولی په کومه برخه چه نه پوهیږی ماته ولیکی زه به یی بیا درته په ډاګه کړم ، مونږ خو د دوروری یوه هیله درڅخه کړی وه که خوابدی کیږی مونږ خپله هیله بیرته واخیستله بخښنه هم غواړو مننه
غلام حضرت وروره پدی پاڼه کی شکر دی ډير معقول او د عقل خاوندان ، آګاه او پوه کسان شته چی زه ځان پکی ټيټ بولم ، بل داچی د محترم بيانزی صاحب خبری ډيری روښانی دی ، هغوی له تاسو غوښتی چی ډير شف شف نه شفتالو او بل له تاسو يی غوښتی چی ځان معلوم کړی چی د حق پلوی ياست او که د دجال . حضرت وروره زما په اند دا پاڼه ډيره ګوری او تبصری هم ليکی ، هر انسان پوهيږی خپل يی کار ، خو داچی ووينو چی تاسو ته ښه نه ويل کيږی دا… نور لوستل »
جوړ تازه. ولی رښتیا نه لیکو؟رښتیا خو دا دی چه نه طالیب او نه دولت د ولس د غمه مړ نه دی.هم دولت هم طالیب ولس وژنی. او د یو بل غلطی ته تیار ناست دی.که دولت غلطی وکړی طالیبان ډول ډانګولو ته زور ورکړی.تر څو خپل پلوی اضافه کړی. کله چه طالیبان غلطی وکړی نو دولت ډولونه غاړی ته واچوی،د دولت او طلیبان لکه څنګه چه په عملی جنګ کی یو بل ته په کمین کی ناست دی ،همداسی په پروپاګندو کی هم یو بل ته په کمین کی ناست دی، ملت فعلا ډیر هوښیار شوی دی.په هیڅ احساساتی… نور لوستل »
دا ځنې بیغرته بې ځمیره بې وجدانه چې افغانان نه وﺉ ښه به و
چایی له شونډونه خنداوړې
ښکلاوړې ده
دژوند خوښي یې دوحشت تورې بلاوړې ده
مونږه دوینوپه ګرداوکې راګیر
اودملالې کمڅۍ بادباد
کرونده کې پرتې
هاکوچیانۍ ښکلا اوس موږه ته راپاتې نده
زموږدعصمت غوټۍ ونه غوړیدې
ورژیدې
خوته!
خوته! له کلې مسافریې اوپه ښارکې اوسې
شاعره ته نواوس
دکلي په حال څه خبر یې
ستاخوپه خیال کې دهندوې اننګي نڅېږي
اودغومبورودښکلا
انځورګري یې کوې
د مستې زلفوکې دې مست فکرټالونه وهي
ته دهغو معصومو خویندوکریغې کله آورې
هاچي دژوندهغه ناوړه پړاوونه وهي
حکیمي
دا کوم غومبوری یادوی داسی یو خور به لری مور به لری
که حلالی وی ضمیر وجدان او انتقام د هلمندۍ خور به لری
جمیل خان وروره! که دی د یو چا له خولې واورېدل چي کَچ کَچ، دا مانا کچالو او که دی ( پخپل تعبیر) واوریدل چي شف شف نو دا همهاغه شفتالو دی. ستا او د بیانزی صاحب د پېرزوینی! څخه مننه خو زما غوښتنه ستاسی دواړو څخه داده چي تاسی لومړی ماته د جدال او حق تعریف وړاندی کی چي هغه وخت به زه تصمیم ونیسم چي د کومی خوا طرفدار یم. که تاسی غواړی ثابته! کی چه د طالب لیاره حقه ده نو اوس لا درته وایم چي طالب یوه انګرېزۍ پروژه ده بس همدومره ،او د استدلال لاس… نور لوستل »
غ حضرت صاحب
ما در اول وصف تو مانده ايم!
ستاسو دا خبره نوې نه ده بلکه ټولو خلقيانو ټولو ملاصاحبانو ته د انګريزانو پروژه ويل،،، هغوی ته خدای ﷻ ددې نه بښونکې افتراء سزا ورکړه او ښه وشرمېدل.
پاته شوه د قناعت او استدلال خبره ،،، نو تا دې خدای ﷻ تر لندن نه بلکه تر قيامته په همدې عقيده قايم او دايم لري.
آمین یارب العالمین
ښه شوه چې بې زما له پلټنې ځخه ، احساساتي شوې او خپل ځان دې راته معرفي که ( طالب … دانګلیس پروژه ) !! کله چې تا د نن اسیا په فوروم کې د یووغوړ څڼي ملا یادونه د هامبورګ له ښاره څخه د تیرواتیا يمو کالونو له درشل څخه کوله ،زما شک راغی چې مستعار غړی حضرت د خلق ، پرچم ، افغان ملت څخه او یا له هغو غاصبینو څخه دی چې اُفغانستان یې لوټ او دخلق او پر چم ته یې په لاس ورکه ! غلام جانه هغه وخت به موغرب ته کنځلې کولې او س… نور لوستل »
پتنګ صاحب د اوږده عمر او سلامتیا دعاء درته کوم. حضرت صاحب مینه ناک سړی دی د کمونستانو سرسخت مخالف دی اما لږ خو بنسټیز کار پکې شته،،، زه فکر کوم چې حضرت صاحب د تاثیر اخستلو لپاره د نن په پلټفارم کې حضور ساتي،،، او په تاند کې د تاثیر پرې باسلو لپاره ،،، موږ او تاسو او زمونږ او ستاسو خبرې ښې پرې لګي، اما دا چې ولې یې له انګرېزانو سره مینه ده او هر سپین زړی په هغوی پورې تړي یو خدای جل جلاله پرې آګاه دی. تاندوال هم ځکه خوښوي چې د انګرېزانو اجرتی ډنډورچیان… نور لوستل »
سلام علیکم ورحمت الله وبر کاته. هیله ده چی جوړ او روغ به یاست مننه ستا سو دبریښنای ویب پاڼی څخه او ستا سو د ښایسته تبصیرو څخه ، ګرنه نن داسی وخت رارسیدلی دی چی ځنی خلګ حق ته باطیل وایی باطیل ته حق موږ او تاسو ولیدل چی زموږ د مارشال میدال یی یوه وطن پروش قاتیل غاصیب او زور واکی ته ورکی د غازی امان الله خان میډال یی یو امریکا یی د بی ګونا مومیو افغانانو قاتیل ته ورکی نو لیوال صاحب هم داسی کارونه کوی چی خپل د وطن باغیرتو مومینو خوندی ژړاو ته هڅ… نور لوستل »