افغانستانخبرونه

ننګرهار: ۴۶۰ ښوونځي لا هم لومړنۍ اسانتیاوې نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل ننګرهار ولایت کې سلګونه «ښوونځي» ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په سخته یخني کې تر شنه اسمان لاندې درس ته راټولېږي، هلته ډير ښوونځي له خېمو څخه د ټولګیو په حیث کار اخلي چې د هوا د حالاتو په بدلېدو د زده کوونکو ژوند ورسره ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

د توحید په نوم د ښوونځي یوه زده کوونکي طلوع نیوز ته وویل « دلته زده کړې ستونزمن کار دی، کله چې باران اوري خېمې زیانمنې کېږي چې له امله یې بیا ښوونځی د دوو یا دریو ورځو لپاره رخصت وي».

یوه بله زده کوونکې هم ورته خبره کوي « موږ تر باران لاندې نشو کېناستلای، حکومت باید دا مشکل حل کړي».

د ننګرهار ولایت د چارواکو په وینا؛ په دې ولایت کې ۹۰۰ ښوونځي شتون لري او تر یو میلیون زیات زده کوونکي پکې زده کړې کوي چې د هغوی له ډلې ۴۶۰ ښوونځي یې لا هم له لومړنیو اسانتیاوو برخمن نه دي.

چارواکي ادعا کوي چې؛ سږ کال به ددې ښوونځیو له ډلې «۲۰۰» ښوونځیو ته ودانۍ ورغول شي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت هم مني چې؛ د امنیتي تهدیداتو د زیاتېدو او بودیجې نشتون ښوونځي اغېزمن کړي او د ۹۰۰ ښوونځیو دروازې لا هم د زده کوونکو په مخ تړلې پاتې دي.

دا په داسې حال کې چې؛ څو میاشتې وړاندې د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په مهال د نورو ژمنو تر څنګ دا ژمنه هم وکړه چې ۶۰۰۰ ښوونځي به ابادوي خو داسې ګمان کېږي چې د ګډ حکومت د مشر دا ژمنه به هم د نوموړي د نورو ژمنو په څېر له پوره کېدو پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x