شعـــــرونه

د هلمند خورکۍ ته شعر/ حکیمي

حکیم الله حکیمي

هغه درنه وه په بازارکې یې چکر نه واهه
دکورپه بام یې د هوا مارغه هم پَر،نه واهــه

د کور انګړ خو دې ترې ونیو خدای دې وشرموه!
خوچي سرتوره دې وړه ولې دې ترې سرنه واهه؟

دښمنه ته یې هم والله که دومره سپک بللې
د دې ناوړه چلند رأی به یې اکثر نه واهــه

چابه یې سترګې راایستلې وې په بدوکتو
د کلي خلکو به هغې خواته نظر نه واهـــــه

حکیمي ډېربه بې غیرته یې بې ننګه به یې
که غچ دې نه اخیست غلیم دې په خنجر نه واهه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x