افغانستان

محمد اشرف غني فارياب ته تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې د ګډ حکومت مشر دا ځل فارياب ولايت ته تللی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي ويلي دي چې اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د فارياب ولایت مرکز ميمنې ښار ته سفر کړی دی.

مرتضوي ويلي دي چې نوموړی به هلته د ولايتي حکومتولۍ او په دې ولايت کې د امنيت ارزونه وکړي.

د ولسمشر د وياند مرستيال زياته کړه چې د ګډ حکومت له رامنځته کېدو تر اوسه پورې ولايتونو د سفرونو په لړ کې د نوموړي دا ۷۰ سفر دی او همدا راز په دې موده کې يې ۷۴ سفرونه له هيواده بهر کړي دي.

ولسمشر غني په داسې حال کې فارياب ولايت ته سفر کوي چې د فارياب ولایتي شورا ددې ولايت له امنيتي وضعيت څخه شکايت کړی و او د ځينو ولسواليو د سقوط کېدو اندېښنې يې ښودلې وې.

په دې وروستيو کې د فارياب ولايت په المار، قيصار، پشتونکوټ، ګرزيوان او ځينې نورو ولسواليو څخه د ناامنۍ راپورونه ورکول کيږي چې ولايتي اداره يې د امنيت په کنټرول کې پاتې راغلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x