
د راشد خان نوم د کرېکټ په کلني معتبر کتاب «ویسډن» کې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلیدونکی ستوری راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا په کلني کتاب کې د شل اوریزو تر ټولو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا څخه د راشد خان په اړه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې راشد خان په ټولیز ډول شل اوریزو سیالیو کې چې په ۲۰۱۸م کال کې يې ترسره کړي، «۹۶» ویکټې اخیستې دي.
نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا په کلني معتبر کتاب «ویسډن» ۱۵۶مه نسخه کې د غوره شل اوریزو سیالیو لوبغاړي په حیث پرلپسې په دویم وار نوم ثبت کړ، تېر کال هم راشد خان د غوره لوبغاړي په حیث په دغه کتاب کې شامل شوی و.
Wisden 2019 Awards@the_topspin @BloomsburySport #wisden2019 pic.twitter.com/Tu3QBSXqyR
— Wisden Almanack (@WisdenAlmanack) April 10, 2019
په یاد لیست کې ویرات کوهلي د غوره کرېکټ لوبغاړي په حیث شامل دی، نوموړي د ۲۰۱۸م کال غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه، چې په یو کال کې یې په ټولو نړیوالو سیالیو کې (۲۷۳۵) منډې جوړې کړې وې.
راشد خان په دغه سترې جایزې ترلاسه کولو خوښي ښودلې او پر خپله فیسبوکپاڼه یې دا یوازې ځانته نه بلکې د افغانستان لپاره افتخار ګڼلی دی، نوموړي لیکلي:
«درنو هېوادوالو سلامونه خوښ یم چې یو ځل بیا د کرکت د نړۍ په مشهور او معتبر کتاب (ویسډن) کې مې د کال د غوره شل اوریز توپ اچوونکي په توګه نوم خپور شوی دی. په دغه کتاب کې یوازې د کرکټ د ډېرو مشهورو نړیوالو لوبغاړو نومونه خپریږي. دا زما نه، بلکې د ټول افغانستان افتخار دی، ستاسو له دوعاو او نیکو هیله مننه».
راشد خان چې تېره اوونۍ یې د افغان کرېکټ د لوبډلمشر پریکړې په اړه توند غبرګون ښکاره کړې و اوسمهال د هند په غوره لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه د خپل افغان دوست محمد نبي سره یوځای لوبیږي.