ورزش

چمپینز لیګ: د رونالډو لوبډلې سیالۍ مساوي خو میسي بریا خپله کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ په دویم کواټر فاینل سیالیو کې تېره شپه دوه په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې چې په کې د رونالډو لوبډلې سیالۍ مساوي او د میسي لوبډلې سیالۍ کې بریا خپله کړه.

د برسلونا او مانچسټر یونیټډ لوبډلو ترمنځ او د یوونتوس او ایاکس لوبډلو ترمنځ د کواټر فاینل دویمه سیالۍ ترسره شوې، چې د برسلونا له مانچسټر یونیټډ څخه په ۱-۰ او د یوونتوس او ایاکس لوبډلو سیالۍ په ۱-۱ مساوي شوه.

دغه سیالۍ چې تېره شپه په ۱۱:۳۰ بجې پېل شوې، د برسلونا لخوا په لومړۍ نیمایي کې د میسي په پاس لویس سواریز د ګول پر خوا په سر توپ وواهه چې د سیال لوبغاړي په لاس ولګید او ګول ته داخل شو.

په لوبه کې له ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي ډيره تمه کېده خو په لومړي نیمايي کې د مانچسټر یونیټډ لوبغاړي لخوا په پوزه ووهل شو چې سخت ټپي شو، چې له هغه وروسته یې په خورا احیتاط توپوهنه کوله، په همدې ډول لوبه تر پایه په ۱-۰ ختمه شوه.

https://youtu.be/36njGDcqN1M

په دویمه لوبه کې چې د رونالډو لوبډلې یوونتوس او ایاکس ترمنځ ترسره شوه، د یوونتوس لخوا کریسټیانو رونالډو د لومړي نیمایي په وروستۍ ۴۵مه دقیقه کې په زړه پورې ګول ووهل شو، خو د دویم نیمايي له پېل سره سم په ۴۶مه دقیقه کې د ایاکس لوبډلې لوبغاړي نیرس ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، په یاده لوبه کې ایاکس لوبډله پر کریستیانو رونالډو لوبډلې غالبه وه او یو شمېر حملې یې وکړې چې د ګول ساتونکي لخوا یې مخه ونیول شوه.

https://www.youtube.com/watch?v=gaWUkZ1UYZQ

وړمه شپه د لیورپول او پورټو، مانچسټر سیټي او ټوټنهام لوبډلو ترمنځ د کواټر فاینل سیالۍ ترسره شوې چې لیورپور په دوه-صفر او ټوټنهام په یو-صفر بریا خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې د کواټر فاینل سیالیو دویم پړاو/لیګ لوبې به د سه شنبې او چهارشنبې په شپه په ۱۶مه  او ۱۷مه نېټه ترسره شي، چې د اګریګیټ قانون له مخې به لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x