ټکنالوژي

په فضا کې بلېک هولز يا تور غارونه څه شی دي؟

نور احمد عایل

تور غار Black hole چې په دري ژبه کې ورته سياه چال يا شګاف سياه وايي، يوه عجيبه ښکارنده (پديده) ده، چې په لومړي ځل د نامتوساينس پوه John Archoald wheeler له خوا په ١٩٦٨ زېږدي کال کې په فضا کې وپېژندل شو.

په راتلونکې مقالو کې چې ( د لمريز نظام د راتلونکې )تر سرليک لاندې به يې ولولو، ووايو چې په څه ډول به لمر د هايدروجن او هستوي تعاملونو له پاى ته رسېدو وروسته د يو څه وخت لپاره منبسط او بيا داخل ته ورغړي، چې بالاخره د وخت په تېرېدو به يې حجم له صفر سره مساوي شي خو کتله او جاذبه به يې پر ځاى وي، زياتره ستوري په دې برخليک اخته کېږي او خورا ډېر ستوري لا مخکې په دې سرنوشت اخته شوي چې په کايناتو کې د black hole (تورغار) د منځ ته راتلو لامل شوي دي.

يعنې بلېک هولونه د سترو سترو ستورو د چاودلو په پايله کې چې نور کوچني ستوري ځانته ورکش کړي او حجم يې صفر خو کتله او جاذبې يې پر ځای وي سره راټولوېږي او متراکم کېږي او وروسته د ميليونونو او ميلياردونو داسې ستورو په ورکش کولو سره يې جاذبه دومره قوي شي چې روښنايي نشي ترې وتلی‌ او ستوری يا سياره يې چې ساحې ته ورغله بيا نشي ترې خلاصېدلی.

د black hole يا تور غار کشش او د هغه څنډې چې د ايوېنټ هورېزون (Event horizon) په نامه يادېږي له همدې څخه بلېک هول پېژندل کېږي چې روښانه ښکاري او دومره ځواکمنه جاذبه لري چې که هر شى د ددې غار په چارپېر کې ځاى ونيسي بيا يې تېښته ناممکنه ده، د غار جاذبه به يې سوکه سوکه ځان ته کش کړي، په ځان کې به يې ورک کړي چې نور ورڅخه بيا تېښته نه شي کولاى.

نامتو ساينس پوه مارټين ريز (Martin Rees) په خپل کتاب (Our Comsmic Habitat) کې ليکي، چې کاينات پخوا لا د تور غار په جوړېدو سوري دي، تور غار چې بې کچې جاذبه لري هر شى يې چې کش کړ دومره يې متراکم کوي چې په يوه نقطه کې يې سره راټولوي او بې نهايته وړوکي ټکي يې پاى ته رسوي، کېداى شي تور غار (black hole) په فضا کې له نورو کايناتو څخه جلا اوځانګړي وانګېرو، ځکه چې هېڅ ساينسي قانون پرې نه پلى کېږي. هر کهکشان په خپل مرکز کې يو ستر supermassive black hole بلېک هول لري.

که چېرته ټوله دنيا (ځمکه) د تورغار په دې ساحه کې راشي له يوې ثانيې څخه په کم وخت کې به ځمکه دومره منقبضه کړي چې د ستنې له سپم (سوري) څخه به هم د تېرېدو توان ولري او بيا به همدلته دستي ځاى په ځاى وژوول شي، چې صفر ته به تقرب وکړي.

د انشټاين د نظريې پر بنسټ د مادې تر حده زيات تراکم د فضا د ښکته تللو يا ښوېدلو (فرورفتګي) لامل کېږي، نو د کايناتو تر ګردو متراکمه برخه تور غار دى، چې په رښتيا سره په فضا کې د ډېر ژورکډي د منځ ته راتلو سبب شوى. او له نورو کايناتو څخه يې خپله اړيکه پرې کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په فضا کې ځينې تورې سوړې د ستورو له ښويدنې څخه منځ ته نه دي راغلې، بلکې د ستورو په منځ کې چې کله ډېر ستوري سره راجمع شوي دا سوړې يې جوړې کړې دي، د بېلګې په ډول د ټولو کهکشانونوپه مرکز کې تورغار سوپر مسيو بلېک هول موجود دى، چې ټول ستوري، ددې غار په چورلېزکې د خوځښت په حال کې دي.

همدارنګه نامتو انګرېز فزيکپوه سټيفن هاکينگ (Stephen hawking)وايي، چې د لويې چاودنې په پېښه کې لومړنى تور غار (primordial) تشکيل شوى دى، چې موږ ته يې په دې ستره فضا کې ځاى ځايګى معلوم نه دى.

تور غار د ليدو وړ نه دى ځکه چې د کشش ځواک يې دومره قوي دى چې رڼا نشي کولاى له هغه څخه منعکسه شي.

موږ يوازې هغه شيان له ځمکې څخه ليدلاى شو، چې يا له خپل ځان څخه رڼا لري او يا يې رڼا ځمکې ته رارسېږي ،لکه لمر اونور نږدي ستوري چې د رڼا انعکاس يې له ځمکې څخه ليدل کېږي او يا رارسېږي لکه سپوږمۍ او ځينې نورې سيارې لکه زهره، مريخ، او مشتري.

ساينس پوهانو د ځينو تورو سوړو موقعيت په ستورو د تور غار د جاذبې ځواک د قوي اغېزو پر بنسټ ټاکلى دى.

لومړنۍ توره سوړه (Cygnus x_1) په ١٩٧١ زېږدي کال موندل شوه.

په ٢٠٠٢ زېږدي کال دوه نورې تورې سوړې چې د يو بل پر شاوخوا د څرخېدو په حال کې وې وموندل شوې، دا دوه تورې سوړې په کهکشان کې (NGC 6240) کې موقيعت لري، چې په خپل منځ کې د درې زره نوري کالونو يا (٢٨٤٠١٨٤٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠) کيلومتره په اندازه واټن لري او ٣٥٤١٥ کيلومتره په ساعت کې له يو بل سره نژدې کېږي.

د دواړو تورو سوړو کتله سل ميليونه ځلې له لمر څخه ستره ده شاوخوا سل ميليونه کاله وروسته به ډېر سره نږدې شي ،تر دې چې د يوځاى والي چټکتيا به يې د رڼا سرعت ته ورسېږي ،چې دواړه به خارق العاده ټکر سره وکړي، هغه اهتزازونه چې له دې ټکر څخه منځ ته راځي ټول کايناتو ته به خپاره شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت الله صافی

دقرانکریم اشارات د توری سوری په هکله لاندی وګوری: کی از معجزات علمی که در قرآن آمده است، در مورد سیاه چاله ها می باشد. خداوند با اشاره به مشخصات خاصی، در آیه زیر به سیاه چاله ها اشاره می کنند. این مشخصات عبارتند از : ۱) آن ها ستارگانی در حال حرکت هستند. ۲) آن ها پنهان هستند. ۳) آن ها ستارگانی جارو کننده هستند. اجازه بدهید قبل از اینکه ببینیم اخترفیزیک دان ها در مورد سیاه چاله ها چه می گویند، به آیه زیر از قرآن کریم اشاره کنیم. خداوند در قرآن فرموده اند: فَلا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ (١٥)الْجَوَارِ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x