افغانستان

وروستيو سيلابونو له درې سوه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله له درې سوه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له طبيعي پيښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ۲۶۸ تنه مړه شوي، ۴۰ ټپيان دي او ۱۰ نور تري تم دي.

د یاد وزارت د پاليسۍ او انسجام رييس محمد قسيم حيدري ويلي دي چې وروستيو ورښتونو او سيلابونو د افغانستان په ۱۷ بيلابیلو ولايتونو کې د ځاني زيان سربيره خلکو ته مالي زيان هم اړولی دی او شاوخوا ۲۷۰۰ کورونه د ورښتونو او سيلابونو له امله نړيدلي او نږدې ۸ زره کورنۍ بې ځايه شوي دي.

هغه ويلي دي چې د سيلابونو او ورښتونو له امله تر ټولو زيات کندهار، فارياب، هرات او فراه ولايتونه زيانمن شوي دي.

قسيم زياتوي چې د سيلابونو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او له زيانمن شويو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوې ده.

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې وروستي سيلابونه چې له تيرو نږدې دوو مياشتو راهيسې په بيلابيلو وختونو کې رامنځته شوي دي خلکو ته يې ياد تلفات اړولي دي؛ چې يواځې په دې وروستيو دوو اوونيو کې يې په لسو ولايتونو کې ۷۱ تنه وژلي او ۴۰ نور ټپيان کړي دي.

بل لور ته د ګډ حکومت مشر هم نن فارياب ولايت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت له چارواکو او قومي مشرانو سره د وروستيو سيلاب ځپلو سره د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه خو يو شمير سياسي شنونکي ولايتونو د اشرف غني سفرونه د راتلونکو ټاکنو له پاره د کمپاين کولو هڅې بولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x