
د سلام رحيمي او ملا برادر ترمنځ ليده کاته حقيقت نه لري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ځينو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په قطر کې د طالبانو د مشر سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر او د ګډ حکومت د مشر د دفتر رئيس سلام رحيمي ترمنځ ناسته شوې.
ځينو رسنيو د جزياتو له خپرولو پرته ويلي وو چې سلام رحيمي له ملا عبدالغني برادر تيره ورځ (د اپرېل په لسمه) د قطر پلازمينې دوحه کې سره ليدلي دي.
ملا عبدالغني برادر ته نږدې سرچينو نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې د ملا برادر او سلام رحيمي ترمنځ هيڅ ناسته نه ده شوې او دا يې هسې اوازې او تبليغات بللي دي.
يادې سرچينې ويلي دي چې دا ډول اوازې خپرول د کابل د حکومت استخباراتي هڅه ده او په دې توګه غواړي چې د خلکو ذهنونه بوخت وساتي.
سرچينه زياتوي چې ملا عبدالغني برادر نه له سلام رحيمي سره ليدلي دي او نه يې هم په دې اړه فکر کړی دی او دا د هغو بې اساسه اوازو يوه برخه ده چې د سولې په اړه انديښنې پيدا کوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ياده ناسته رد کړې ده.
ملا عبدالغني برادر چې څو مياشتې وړاندې د پاکستان له زندان څخه راخوشې شو له هغې وروسته د طالبانو د مشر سياسي مرستيال او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی دی.