نړۍ

په سوډان کې د عمر البشیر ۳۰ کلن واک ختم شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې د افریقا په عربي هیواد الجزایر کې ولسي لاریونونه وتوانیدل، ۸۲ کلن ولسمشر «بوتفلیقه» له واکه را وغورځوي، په یوه بل عربي هیواد کې د دیرشو کلنو څخه واکمن «عمر البشیر» پر ضد هم عسکري انقالب تر سره شو.

د سوډان اوسنی مشر عمر البشیر چې دیرش کاله تر مخه پر سوډان د یوه انقلاب په ترڅ کې واکمن شوی وو، له تیرو څو میاشتو راهیسي یې پر ضد لاریونونه روان وو.

که څه هم د سوډان ولسمشر خپله هم پوځي وو او د پوځ په واسطه یې تر دیرش کاله زیات واک پر سوډان چلولی، خو ددغه پوځ له لوري نن د سوډان د رسمي تلویزون څخه اعلان وکړ چې نوموړی یې عزل کړ .

عمر البشیر ۷۵ کاله عمر لري او په ۱۹۸۹ کال یې د پوځ په مټ د انقلاب په ترڅ کې واک تر لاسه کړ.

پوځ د عمر البشیر په نامه د اسلامي ګوند پر مرکز هم برید کړی او ویل کیږي چې ځیني وزیران هم نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x