افغانستان

فارياب: د اشرف غني په خلاف مظاهرې باندې د پوليسو له لوري ډزې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): نن سهار د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني فارياب ولايت ته سفر کړی دی خو هلته يې په غبرګون مظاهرې شوې دي.

له فارياب څخه راپورونه وايي چې دې ولايت ته د اشرف غنی د سفر په ترڅ کې ددې ولايت يو شمير اوسېدونکو د اشرف غني په خلاف او عدالت غوښتلو په اړه مظاهرې کړي دي چې د پوليسو له لوري ورباندې ډزې شوي دي او دوه تنه يې ټپيان کړي دي.

په خواله رسنيو کې په خپرو شويو ويډيويي انځورونو کې ښودل کيږي چې خلک په ښار کې د مظاهرې په نيت راوتلي چې د پوليسو له لورې پرې ډزې شوي او مظاهره کوونکي يې خپاره کړي دي.

پارېدلو مظاهره کوونکو ويلي چې دوی عدالت غواړي او په همدې موخه يې سوله ييز لاريون په لاره اچولی و خو د اشرف غني د عسکرو له لوري پرې بريدونه شوي دی.

د يادونې وړ ده چې نږدې يوه مياشت وړاندې هم اشرف غني د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي غونډې ته څېرمه ددې ولسوالۍ اوسېدونکو مظاهرې کړې وې چې نوموړی له غونډې څخه په بېړنۍ توګه کابل ته ستون شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x